Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

د خبرو اترو سُنَّتونه او آداب

* خوږ مَدَنـي سركار صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  به خبرې په داسې ښكلي انداز كښې په قلاره قلاره كولـې چې اوريدونكي به په آسانئ سره يادولے شوے چنانچه اُمُّ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا فرمائي چې سركارِ دوعالَم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  به صفا صفا او جُدا جُدا كلام كولو، هر اوريدونكي ته به هغه ياده شوه. (مُسْنَد اِمام اَحمَد بِن حَنْبَل،مُسنَد عائشه، الحديث ٢٦٢٦٩ ج١٠، ص١١٥)

*  چا سره د خبرو اترو کولو څه صحیح مقصد هُم پكار دے.

او هميشه د مخاطَب د منصب او د هغه د نفسياتو مطابق خبرې كول پكار دي، لكه څنګه چې وائي، ﴿ كَلِّمُوا النَّاسَ عَلٰى قَدْرِ عُقُوْلِهِمْ (يعني  خلقو سره د هغوئي د عقلونو مطابق خبرې كوئ) يعني داسې خبرې نه دي كول پكار چې بل پرې نه پوهيږي او الفاظ هُم ساده او صفا صفا پكار دي، ډير زيات مشكل الفاظ هُم استعمالول نه دي پكار ځكه چې په دې طريقه به په مخامخ كس ستاسو د عِلمِيت رُعب پريوځي خو په مطلب به بالكل پوهه نه شي.

* خپله ژبه هميشه د بدو خبرو نه بچ ساتئ. حضرتِ سَيِّدُنا عُقبه بن عامِر رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  فرمائي، ما عرض اوكړو: يَارَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  نجات څه دے؟ اوئې فرمائيل: ”خپله ژبه د بدو خبرو نه حصاره ساته.“ (جامِعُ التِّرمِذِى، كتاب الزهد، باب ما جاء فِـى حفظ اللسان، الحديث٢٤١٤ ج٤ ص١٨٢)

* خوږو خوږو اسلامي ورونړو! كه مونږه ژبه صحيح استعمال كړه نو د دې چې څه فائده كيږي هغه به ټول بدن ته كيږي او كه دا سمه نه چليدله، چا ته ئې كنزلې وغيره اوكړې نو كه ژبې ته څه تكليف اورسيدو او كه نه خو نور اندامونه به وهل خوري. د حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  نه رِوايت دے چې سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمائيلي دي: ”چې كله انسان سحر كړي نو د هغه اندامونه په ټِيټه [يعني په زارئ] ژبې ته وائي: