Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

     د حيدر آباد (سندھ)  د يو اسلامي ورور بيان دے: زه د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مريد خو د وړوكوالي نه ووم خو شيطان په دُنيا کښې نښلولے ووم، زما د ژوند قيمتي ورځې په غفلت كښې تيريدلې چې خوش قِسمتئ سره زما د يو مُبَلِّغِ دعوتِ اسلامي  سره ملاقات  اوشو، هغوئي ما ته اووئيل: څوک چې د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  بيانونه اوري، اميرِ اَهلِسُنَّت د هغه نه خوشحاليږي. دې خبرو زما په زړه كښې د خپل پير صاحب سره پټ محبت رابيدار كړو. ما د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه 50 مدني مذاكرو باندې مشتمله وي سي ډي واخستله او هره ورځ به مې د يوې مدني مذاكرے اوريدلو سعادت حاصلولو. د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  د اثر نه ډكو خبرو په بركت مې د ګناهونو نه نفرت او نيكو سره محبت زيات شو، ما صرف يو څو مدني مذاكرے اوريدلي وے چې زما حُليه، كردار او د ژوند تيرولو په طريقو كښې تبديلي راتلل شروع شو. ما ته په سنتو باندې د عمل كولو جذبه نصيب شوه او اَلْحَمْدُ لِلّٰه د نيكئ د دعوت او د سُنتو عام کولو د پاره مې د دعوتِ اسلامي ديني كارونو كښې هم زړه لګيدل شروع شو. الغرض د مدني مذاكرو په ذريعه زما داسې تربيت اوشو كوم چې په زما د ژوند په 26 كالو كښې نه وو شوے.[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دُرود و سلام (Durood-o-Salam) اَیپ کا تعارف


 

 



[1]...اجنبی کا تحفہ، صفحہ:28، خُلاصۃً.