Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

زمونږ په باره كښې د الله تعالٰى نه اُويَريږه! ځكه چې مونږه ستا سره متعلق يو. كه ته سمه اوسيږې، مونږه به هُم سم اوسيږو او كه ته كږه وے مونږ به هُم كاږه شو.“  (مُسْنَد اِمام اَحمَد بِن حَنْبَل، الحديث١١٩٠٨،ج٤، ص١٩٠)

* د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عاليشان دے: ’’کله چې تاسو [داسې] څوك بنده اووينئ چې هغه ته د دُنيا نه د بے رغبتئ او د کم وئيلو نعمت ورکړے شوے دے نو د هغه قُربَت او صحبت اختيار کړئ ځکه چې هغه ته حِکمت ورکولے شي.‘‘  (سنن ابن ماجه،ج ٤،ص ٤٢٢ حديث ٤١٠١)

* فرمانِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: ’’څوك چې خاموشه پاتې شو هغه خلاصے اوموندو.‘‘ (سُنَنُ التِّرْمذی ج ٤ ص٢٢٥  حديث ٢٥٠٩) (مراٰۃ المناجیح   ج  ٦  ص  ٤٦٤)

* حضور تاجدارِمدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلی دي:’’په هغه کس جَنَّت حرام دے څوك چې د فُحش ګوئ (يعني د بے حيائے د خبرې) نه کار اخلي.‘‘  (کتابُ الصَّمْت،معه موسوعة الامام ابن أبی الدنيا، ج  ٧، ص   ٢٠٤ رقم ٣٢٥)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ