Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

      الله پاک دِ د حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو او ښکلو ښکلو اخلاقو په خاطر مونږه هُم د ښو اخلاقو والا کامِل مسلمانان جوړ کړي او د مرګ د ساعته پورې دِ دعوتِ اسلامي سره پخه وابستګي رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار ”مدني مذاكره“

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دورِ حاضر عظيم علمي و روحاني شخصيت، چا ته چې الله پاك د دُنيا نه بے رغبتي او د كم وئيلو نِعمَت هم عطا كړے دے، په علمِ دين كښې ئې پوهه هم وركړي ده، عقل و دانائي او حكمت ئې هم ورعطا كړے دے، شيخِ طريقت، رهبَرِ شريعت، اَمِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا ابوبلال محمد الياس عطار قادري رضوي دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه په دې دور كښې د الله پاك لوئ نِعمَت دے. د دِين و دُنيا بهتري حاصلولو، په زړه كښې د عشقِ رسول شمع روښانه کولو، ګناهونو نه د بچ كيدلو، د نيكو كولو، محتاط جوړيدلو او د عقل او دانائي زياتولو د پاره د اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه د اعلٰى تجرباتو نه فائده اوچته كړئ! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! هغوئي هره هفته د اتوار په شپه په مدني چينل باندې براهِ راست (Live) مدني مذاكره فرمائي، د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د ديني او دُنياوي مشكلاتو د حل د پاره د هغوئي په خدمت كښې سوالونه كوي او هغوئي د علم و حكمت نه ډك جوابونه وركوي. تاسو هم هره هفته بے ناغه په ”مدني مذاكره“ كښې شريك كيږئ. اِنْ شَــآءالـلّٰـه پخپله به د دې ديني كار بركتونه اووينئ.

هره ورځ د مدني مُذاكره اوريدلو بركت