Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

8۔   د دعوتِ اسلامي هفته وارو اجتماعاتو او د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مدني مذاكرو كښې پابندئ سره شريك كيږئ.

9۔   عاشقانِ رسول سره په يو مخ 12 مياشتې، په كال كښې يوه مياشت او ټول عمر هره مياشت كښې درې ورځې په مدني قافِلو كښې سفر كوئ.

10۔   د خپلو اعمالو جائزه اخستلو د پاره د 72 نيك اعمالو رساله ډكوئ.

11۔   د دعوتِ اسلامي تحت كيدونكي مختلف كورسونه مثلاً فيضانِ نماز كورس، اصلاحِ اعمال كورس، مدني تربيتي كورس وغيره اوكړئ.

12۔   په مدني چينل باندې نشر كيدونكي مختلفې سلسلے ګورئ او د دعوتِ اسلامي 80 شعبو كښې په يوه شعبه كښې خپل خدمات پيش كړئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! په دې طريقو باندې د عمل كولو په بركت به مو بد اخلاق ختم شي او د ښو اخلاقو اختيارولو ذِهن به مو جوړ شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!راځئ! چې د ترغيب په طور باندې د اخلاقِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نورې يو څو جهلكيانې ملاحظه كړو:

د اخلاقِ مُصطفٰى جهلكيانې

     اَمِیرِ اَهلِسُنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په خپله رساله ”احترامِ مسلم“كښې د اخلاقِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جهلكيانې څه داسې بيانوي، فرمائي: * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هر وخت د خپلې  ژبې  حفاظت كولو او صرف د كار خبره به ئې كوله، * راتلونكو