Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

روژے  نيولو والا درجه حاصلوي. [1]  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس مونږه د ښو اخلاقو فضائل واوريدل، د دې په اوريدلو به زمونږ د بدو اخلاقو پريښودلو او ښو اخلاقو اختيارولو ذِهن هم جوړ شوے وي، خو سُوال دا پيدا كيږي چې د ښو اخلاقو نه څه مراد دے؟ راځئ واورو چې ښه اخلاق څه ته وائي؟

ښه اخلاق څه ته وائي؟

    يو كس د حُسنِ اخلاق پيکر، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د ښو اخلاقو په باره كښې تپوس اوكړو: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه په وړاندې دا آيتِ مبارك  اولوستلو:

خُذِ الْعَفْوَ وَ اْمُرْ بِالْعُرْفِ وَ اَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِیْنَ(۱۹۹)   (پ۹، الاعراف: ۱۹۹)                                          

مفهوم ترجَمۂ کنز الایمان: اے محبوبه! مُعاف كول اختيار كړه او د خير حكم كوه  او د جاهلانو نه مخ واړوه.

            اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي چې رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل: آيا زه د راروانو او تيرو شوو خلقو د بهترينو اخلاقو مُتَعَلِّق ستا رهنمائي اونكړم؟ ما عرض اوكړو: يَـارَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ضرور ارشاد اوفرمائے، نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوك چې تا محرومه كړي،نو ته هغه ته وركړه کوه،


 

 



[1] ابو داود،کتاب الادب،باب في حسن الخلق، ۴/۳۳۲،حدیث:۴۷۹۸