Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې اونكړل، لږ غور اوكړئ! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بے مثاله فضل و احسان او خُلقِ عظيم نه هر خاص و عام مُتَاَثِّره وو، ولے؟ ځکه چې الله پاك خپل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو د پاره رحمت جوړ کړے راليږلے دے او د عظيمو اخلاقو باكمالو منصب ئې ورته عطا كړے دے، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به تكليف او درد ورکوونکي مجرمان معاف کول او د ظُلم و زيادتي په بدله كښې به ئې ورته دُعاګانې کولې، چنانچه

د قوم د پاره د هدايت دُعا

    په غزوۀ اُحد كښې چې كله د خوږ جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركو غاښونو (څه حصے) شهيدې شوې او مخ مبارك ئې زخمي شو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه خلقو د پاره داسې دُعا اوفرمائيله: اَللّٰھُمَّ اھْدِ قَوْمِـیْ فَاِنَّھُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ يعنې اے الله! زما قوم ته هدايت وركړې ځكه چې دوئي ما نه پيژني.[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څومره اعلٰى اخلاقو مالك دے، د دې باوُجود به خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك په بارګاه كښې د ښو اخلاقو دُعا غوښتله، په دې كښې يقيناً زمونږ د غلامانو د پاره دا تعليم دے چې مونږه هم ښه اخلاق اختيار كړو او د الله پاك نه د ښو اخلاقو ميلاويدو دُعا غواړو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1] شفاء،الجزء الاول،اما الحلم،۱/۱۰۵ملتقطاً