Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

پرنټ آوټ كولے ئې هم شئ. د دې نه علاوه رساله ”میٹھے بول“ [خوږې خبرې] او ”اِحترامِ مُسلِم“  هُم مطالعَه کړئ ډىره فائده به مو اوشي. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

لور ته تكليف وركولو والا ئې هم مُعاف كړو

      د خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزادګئ حضرت سَيِّدُنا زَينَب رَضِیَ الله عَنْها د هغې خاوند اَبُو العاص بِن ربيع رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د غزوۀ بدر نه پس ځان سره مدينے مُنَوَّرے ته روانه کړه . چې كله د مكے قُريش د هغې د تللو نه خبر شو نو هغوئي په حضرت سَيِّدُنا زَينَب رَضِیَ الله عَنْها پسې شو تر دې چې مقامِ ذِى طُوٰى كښې ئې رالاندې كړه. هَبَّار بِن اَسوَد حضرت سَيِّدُنا زَينَب رَضِیَ الله عَنْها  په نيزه اووهله، چې د هغې په وجه هغه د اوښ نه رااُولويدله او حمل ئې ضائع شو.[1]

    حضرت جُبَير بِن مُطعِم رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: چې مونږه د مَقامِ جِعِرَّانَه نه په بيرته راتلو د حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ناست وو، په دې كښې د رسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دروازه  هَبَّار بِن اَسوَد راداخل شو (چې لا اسلام ئې قبول نه وو کړے)، صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان عرض اوكړو: يَـا رَسُـولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هَبَّار بِن اَسوَد (راغلے دے). ارشاد ئې اوفرمائىلو: ما ليدلے دے. يو كس د هغه دوژلو د پاره پاڅيدو نو نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ته د كښيناستلو اشاره اوفرمائيله. هَبَّار اُودريدو او اُوئې


 

 



[1] سیرت نبویّۃ لابن ہشام،غزوۃ بدر الکبری،خروج زینب  الی المدینۃ،ص۲۷۱-۲۷۰ملخصاً