Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

څوك چې درباندې ظُلم اوكړي نو ته هغه مُعاف كړه او څوك چې ستا سره تَعَلُّق پريږدي، نو ته د هغه سره تَعَلُّق جوړ كړه.[1]

     حضرت عبدُ الله بِن مُبارك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په خوش اخلاقئ ملاقات كول، ډيره نيكي، خير ښيګړه كول او چا ته تكليف نه وركول د ښو اخلاقو نه دي. [2]

د كتاب  ”حُسنِ اخلاق“ تَعارُف

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اخلاقِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بركتونه حاصلولو او خپل ځان په ښو اخلاقو باندې ښائسته كولو د پاره د مكتبةُ المَدينه د چاپ شوي كتاب ”حُسنِ اخلاق“ مطالعه به اِنْ شآءَ اللهُ عَزَّوَجلَّ! فائده منده ثابته شي. دا كتاب د حضرت اِمام طبراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عربي تصنيف ”مَكارِمُ الْاَخْلاق“ اُردو ترجمه ده. اَلْـحَـمْـدُ لِـلّٰـہ! په دې كتاب كښې د ښو اخلاقو، نرم مزاجئ، عاجزئ، د خلقو مُعاف كولو، ښو اعمالو كولو، خلقو سره د محبت كولو او د نورو ډيرو ښو عادتونو او عباداتو فضائل وغيره بيان شوي دي، هُم نن دا كتاب د مكتبةُ المَدينه نه قيمةً واخلئ، پخپله ئې هم اولولئ او نورو اسلامي ورونړو ته هم د دې ترغيب  وركړئ. مجلس تراجم د دې كتاب په دوو ژبو”انګلش او هندئ“ كښې هم ترجمه كړي ده. د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ  www.dawateislami.net  نه ئې هم ډاؤنلوډ كولے شئ او لوستلے شئ، او


 

 



[1] شعب الایمان،باب فی صلۃ الارحام،۶/۲۲۲،حدیث:۷۹۵۶

[2] ترمذی،،کتاب البروالصلۃ،باب ماجاء فی حسن الخلق،۳/۴۰۴، حدیث:۲۰۱۲