Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

د بد اخلاقئ دِيني او دُنياوي نُقصانات

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ياد لرئ! د ښو اخلاقو لازوال نِعمَت نه مالا مال خوش نصيبه مسلمان په دُنيا او آخرت دواړو کښې كامياب دے او د ټولو خلقو محبوب دے، او د بداخلاقئ  په بيمارئ كښې اخته خلقو ته به په دُنيا او آخرت دواړو كښې د شرمندګئ او افسوس نه سِوا بل څه په لاس ورنشي. راځـئ! چې د بدو اخلاقو يو څو دِيني او دُنياوي نقصاناتو باره كښې واورو: 

      * بد اخلاقي سپيروالے دے، بد اخلاقي پخپله هم بد عمل دے او د ډيرو بد اعمالو ذريعه هم ده.[1] * دروغ، خيانت، وعده خلافـي ټول د بد اخلاقئ څانګې دي.[2] * بد اخلاقي په خپل مينځ كښې د اختلاف سبب دے.[3] * بد اخلاقي په خپل مينځ كښې بُغض و حسد او جُدائي پيدا كوي.* د بد اخلاقئ نه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پناه غوښتي ده.[4] * بد اخلاقئ او بد زبانئ سره الله پاك ناراضه كيږي. * بد اخلاقي عمل داسې خرابوي لكه سركه چې شهد [يعنې ګبين] خرابوي.[5] * د بد اخلاقئ په وجه ګاك د دُكاندار خوا ته راتلو نه ډډه كوي. * بد اخلاقي بد فالي ده.[6] * بد اخلاقي


 

 



[1] مراٰۃُ المناجیح،۶/۴۳۶

[2] مراٰۃ المناجیح،۶/۴۳۶

[3] احیاء العلوم،۲/۵۶۹بتغیر قلیل

[4] ابو داود کتاب الوتر،باب فی الاستعاذۃ،حدیث:۱۵۴۶،۲/ ۱۳۰ماخوذاًومفہوماً

[5] معجم کبیر، محمد بن کعب …الخ ،۱۰ /۳۱۹، حدیث: ۱۰۷۷۷

[6] کنز العمال،کتاب الاخلاق،قسم الاقوال،الباب الثانی…الخ ،الجزء۳،۲/۱۷۸،حدیث:۷۳۴۳