Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

كه د انسان په شكل كښې وے نو هغه به ډير بد انسان وے.[1] * د الله پاك په نِزد د ټولو نه لويه بدي بد اخلاق دي. [2] * بيشكه د بے حيائې او بد اخلاقئ د اسلام سره هيڅ څه تَعَلُّق نشته.* بد اخلاقي د دِين د تبليغ په لاره كښې غټ رُكاوَټ دے. * د بد اخلاقئ نه بعضې وخت د ښځې او خاوند په مينځ کښې طلاق ته خبره اورسي. * د بد اخلاقئ د سپيروالي نه د كور سُكون برباديږي، * بد اخلاقه د يوے  ګناه نه توبه كوي او د هغې  نه په بدتره ګناه كښې  اخته كيږي.[3] * بد اخلاقه كس ډىر ځله ناكامه كيږي. غرض دا چې بد اخلاقي د ډيرو ګناهونو مجموعه ده او په دُنيا او آخرت كښې د بربادئ سبب دے، مونږ له پكار دي چې مونږه نه صرف پخپله د دې آفت نه ځان اُوساتُو بلكه نور مسلمانانو ته هم د دې نه د بچ كيدو ترغيب وركړو. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اخلاقو ښائسته كولو طريقے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس مونږه د بد اخلاقئ ديني او دُنياوي نُقصاناتو باره كښې واوريدل، اُميد دے چې د دې په اوريدو به مو په زړه كښې د دې نه نفرت پيدا شوے وي او د توبے  ذِهن به موجوړ شوے وي، خو سُوال دا دے چې


 

 



[1] کنز العمال،کتاب الاخلاق،قسم الاقوال،الباب الثانی،الفصل الاول ،الجزء الثالث،۲ /۱۷۸، حدیث: ۷۳۵۱

[2] جامع الاحادیث ،۱۹/۴۰۶ ، حدیث : ۱۴۹۲۲ملخصاً

[3] جامع الاحادیث للسیوطی،قسم الاقوال،۲/۳۷۵،حدیث: ۶۰۶۴