Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

اووئيل: اے عمر! آيا تاسو ما پيژنئ چې زه څوك يم؟ هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: نه، اووئې وئيل: زه د يهوديانو عالِم زَيد بِن سَعنَه يم. اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: بيا تا د رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره داسې ګُستاخــي ولے اوكړه؟ هغه جواب وركړو: اے عمر! په اصل كښې خبره دا ده چې ما په خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښې د نَبُوَّت ټولې نښې لیدلې وے خو د دو نښو په باره كښې ما  ته د هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ازميښت كول پاتې وو. (1) د هغوئي د برداشت قُوَّت به د هغوئي په غضب [يعنې غُصَّه] باندې غالب وي، (2) چې څومره د هغوئي سره د جهالت سُلوك اوكړے شي، هغه همره به د هغوئي حِلم (يعنې صبر و تَحَمُّل) زياتيږي. اوس ما دا دواړه نښې هم په خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښې اوليدلې، اے عُمر! تاسو ګواه شئ چې زه د الله پاك په ربّ كيدلو، د اسلام دِين كيدلو او د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) په نبـي كيدلو باندې راضـي شوم، زه ډير مالدار سړے يم، تاسو ګواه شئ چې ما خپل نيم مال د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اُمَّت باندې صدقه كړو، بيا د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر شو او كَلِمَه ئې اولوستله،او مسلمان شو.[1]

ترے  اَخْلاق پر قُرباں ترے اَوْصاف پر واری                   مسلماں کیا عَدُو بھی تیرا قائل  یا رسولَ اللہ

(وسائلِ بخشش مرمم،ص۳۳۷)

     د شعر وضاحت: يعنې يا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه ستاسو د ښو اوصافو او ښكلو اخلاقو نه قُربان شم چې خپل خو لا خپل دي، پردي هم ستاسو د ښو اخلاقو او ښكلو صِفاتو


 

 



[1] مستدرک،کتاب معرفۃ الصحابۃ،ذکر اسلام زید بن سعنۃ …الخ، ۴/۷۹۳،حدیث: :۶۶۰۶ملتقطاًوملخصاً