Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan
سره په خوش اخلاقئ ميلاويږو، بدقسمتئ سره ډير خلق داسې دي، چې په دې مُعامَله كښې هم ډير وروسته دي، د مالدارانو يا تعليم يافته خلقو سره بيا هم د حُسنِ سلوك اظهار كيږي، خو د غريبانو، او بے تعليمه خلقو يا كم علم لرونكو سره خو ډيره زياته بد اخلاقي او بدتميزي كيږي. خاص طور د خپل كور د خلقو سره خو د اخلاقياتو عام طور لحاظ نه كيږي، بعضې خلق د بهَر والؤ سره خو په ښو اخلاقو ميلاويږي خو كور ته چې راشي نو حُسنِ اخلاق او عاجزي هيره كړي او د ازمري په شان غړمبيږي، حالانكه دا زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تعليماتو سراسر خلاف عمل دے ځكه چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د وړو لويو، مالدارو او غريبانو، تر دې چې غلامانو سره به ئې هم ښه سُلوك كولو.
حضرت اَنَس رَضِیَ الله عَنهُ فرمائي چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د غلامانو دعوت هم قبلولو. د وربشو ډوډئ او د ساده خوراك دعوت به که ورته پيش كړے شو نو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه هُم قبلولو. که غريبانان خلق به بيمار شو نو د هغوئي تپوس به ئې كولو، غريبان او بے وسه خلق به ئې په خپل صُحبَت كښې كښينول او د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان سره به هُم كښيناستلو.
د اُمُّ الْـمُـؤْمِنِیْن، حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنها بيان دے چې حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به كله كله په خپله سورلئ باندې ځان سره شا ته خپل خادم هم كښينولو. [1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښو اخلاقو