Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan
د صادِق آمد مرحبا د يٰسٓ آمد مرحبا د رحیم مرحبا
د مُزَّمِّل آمد مرحبا د مُدَّثِّر آمد مرحبا د طٰہٰ آمد مرحبا
مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه صرف د خپل عمل په ذريعه په ټول ژوند كښې د خلقو سره د حُسنِ اخلاق سلوك كړے وو بلكه خپلو اُمَّتيانو ته ئې هم د حُسن و اخلاق اختيارَوَلو درس وركړے دے، ډير ځله ئې د دې دُنياوي او اُخروي فائدے هم بيان كړي دي. راځـئ چې په دې باره كښې 7 فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اورو:
1۔ حُضُور سرورِ كونَين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: تاسو خلق په خپلو مالونو نه شئ خوشحالولے، خو ستاسو رونړ تندے او خوش اخلاقـي هغوئي خوشحالولے شي. [1]
2۔ تاسو چې هر چرته ئې، د الله نه ويريږئ، که ګناه درنه اوشي نو نيكي اوكړئ، هغه نيكي به هغه ګناه ورانه كړي او خلقو سره د ښو اخلاقو برتاؤ كوئ. [2]
3۔ د ټولو نه وړوكي نيكئ هم سپکه مه ګنړئ، كه هغه نيكي دا وي چې تاسو د خپل ورور سره په مسكي مخ ملاقات اوكړئ.[3]
4۔ د قيامت په ورځ به د مُؤمِن د اعمالو په تله كښې د خائسته اخلاقو نه زيات