Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

اے خلقو! تاسو د حساب اخستلو نه مخكښې پخپله خپله مُحاسبه اوكړئ او د اعمالو د تَلَلو نه مخكښې خپل اعمال اوتَلئ او د هغه ورځې د غټې پيشئ تياري اوكړئ په كومه ورځ به چې تاسو ټول د الله پاك په بارګاه كښې په دې حالت كښې پيش کيږئ چې په تاسو كښې به د چا يو پټ حال هم نه شي پټيدے.[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاك په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره لرونكي به داسې وو چې هغوئي به د قيامت د ورځې د حساب وركولو د ويرې د ګناه نه لرې اوسيدل. خو هائے افسوس! زمونږه حالت داسې نه دے مونږه د الله پاك په بارګاه كښې پيش كيدل هير كړي دي. مونږه د نفسِ اَمَّاره په اشارو روان يُو او چې كله مو خپل ضمير ملامته كوي نو د خپل ضمير خاموشه کولو د پاره قِسما قِسم بهانے جوړوو، خو د دې باوُجود مونږ ته معلومه ده چې مونږه كومې كومې حق تلفيانې كړي دي، د چا حق مو نيولے دے، د كوم كوم ځائے نه مو حرام رزق ګټلے دے، كوم كوم فرائض مو پريښودي دي، كوم كوم ځائے مو ګناهونه كړي دي؟ د دې ټولو په باره كښې مونږ ته ډير څه ياد هُم دي او ډىر څه مو هير كړي هُم دي خو د الله پاك په علم كښې هر څه موجود دي او زمونږ په نامۀ اعمال كښې هُم ليك دي او د دې ټولو حساب به وركول وي.

اے عاشقانِ رسول! مونږه دا خبره خو كوو چې يوه ورځ مرګ دے او د الله پاك په بارګاه كښې به حساب وركول وي خو زمونږ د اعمالو نه دا نه ظاهريږي، غور خو اوكړئ *كه زمونږ په زړه کښې د الله پاک په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره وے نو آيا مونږ به يو لمُونځ قضا کړے وے؟ *كه زمونږ په زړه کښې د الله پاک په بارګاه كښې د


 

 



[1]       مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب الزہد، کلام عمر بن الخطاب رضی اللّٰہ عنہ،8/149، الحدیث:18