Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                   وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَـوَیْتُ سُنَّتَ الاعْتِکَاف   (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

      مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. دلته دا خبره ياده ساتئ چي د اِعتِكاف نِيَّت صرف د خوراك څښاك يا اُوده كيدلو د پاره كول نه دے پكار بلكه چې مقصد د الله تعالٰى رِضا وي. ”فتاوىٰ شامـى“ كښې دي: كه څوك جُمات كښې خوراك څښاك يا اُوده كيدل غواړي نو د اِعتِكاف نِيَّت دِ اوكړي، لږ ساعت دِ ذِکرُ الله اوكړي بيا چې څه غواړي كولے شي (يعني بيا كه غواړي نو خوراك څښاك كولے شي او اُوده كيدے شي) که کيدے شي نو د اِعتِكاف د نِيَّت کولو نه پس دولس ځله دُرُود شريف اووائې يا بل يو نيک کار اوکړئ. اِنْ شَــآءالـلّٰـه ثواب به مو زيات شي او ورسره ورسره به ستاسو د پاره په جُمات کښې خوراک څښاک او اُوده کيدل وغيره هُم جائز شي.

د دُرُود شريف فضيلت

 د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: چا ته چې سخت حاجت پيښ شي نو هغه له پكار دي چې په ما باندې كثرت سره دُرود شريف لولي، ځكه چې دا تكليف، درد او مُصيبتونه لرې كوي او په رزق كښې زياتوالے کوي.[1]


 

 



[1]   بستان الواعظین،الصلاة تحل العقد، ص241