Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

شو او د الله پاك په بارګاه كښې داسې شرمنده شوم چې خوله خوله شوم او د مخ نه مې غوښه اوريژيدله.“ [1]

د لمَانځه په وخت كښې د زړه درَزيدلو آواز. . . . . .

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاک نبيان عَـلَـيْهِمُ الصَّلوٰۃُ وَالسَّلَام او بُزرګانِ دين به د الله پاك په بارګاه كښې د قيامت د ورځې د پيش کيدلو نه هُم سخت ويريدل او په دُنيا كښې به هم چې كله د لمَانځه د پاره اودريدل نو مخونه به ئې زيړ شو څنګه چې حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام به كله په لمَانځه اودريدلو نو د خوفِ اِلٰهي نه به ئې د زړه درزيدلو آواز د يو ميل پورې اوريدلے شو.[2]

       دغه شان امام زينُ العابدين علي بِن حُسين رَضِیَ الله عَنْهُما به چې كله اودس كولو نو د مخ رنګ به ئې زيړ شو، که چا به ترينه د دې د سبب تپوس اوکړو نو فرمائيل به ئې: آيا تاسو ته معلومه ده چې زه د چا په دربار کښې د اودريدلو اراده كووم. [3]

     اے عاشقانِ رسول! غور اوكړئ! د هغه پاکيزه هستيانو د لمُونځونو څه شان وو چې خپل ځان به ئې د خپل رب په بارګاه كښې حاضر ګنړلو او داسې ئې ځكه كول چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: تاسو د الله پاك عبادت داسې اوكړئ لکه تاسو چې هغه وينئ او كه دا نه شي كيدے نو دا يقين ضرور ساتئ چې هغه تاسو ويني.[4]  هم دغه وجه ده چې زمونږه بُزرګانِ دين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم به كله په لمَانځه اودريدل نو د الله د ويرې به ئې د زړه درزيدل تيز شو او د مخونو رنګ به ئې بدل شو.


 

 



[1]       احیاء العلوم ،ج5 ،ص654

[2]        لباب الاحیاء،ص318

[3]        احیاء العلوم مترجم،1/472

[4]        بخاری،ص31،حدیث:50