Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

د الله د ويرې نه څه مراد دے؟

     اے عاشقانِ صحابه! د الله ويره لرونکي کوم کس د پاره چې دوه جنتونه دي د هغې په باره كښې په تفاسيرو كښې بيان موجود دے چې د الله د ويرې نه مراد دا دے چې څوك د ګناه کولو نه ويريږي او د الله په اطاعت كښې مصروفه اوسي او د هغه نافرماني نه کوي. د الله د ويرې نه مراد دا دے  چې د الله پاك د غضب نه اُويَريږي. د الله د ويرې نه مراد دا دے  چې څوك د ګناه اراده كوي خو هغه ته د خپل ربّ په بارګاه کښې اودريدل ور ياد شي او د ګناه نه منع شي او بيا د الله پاك ذِكر كوي او ګناه پريږدي.

    ياد ساتئ! كه ټوله دُنيا د الله پاك عبادت پريږدي نو هُم د هغه په خُدائي هيڅ فرق نه پريوځي ځكه چې د هغه شان خو هسې هُم اوچت او اعلٰى دے، مونږ به د هغه په عبادت كولو د هغه مقام څه اوچت كړو بلكه مونږ ته حاجت دے چې د هغه عبادت اوكړو او د هغه د رحمت نه حصَّه حاصله کړو، مونږه محتاجه يُو، مونږه الله پاك پيدا كړي يو، هغه د ژوند، مرګ، سزا او جزا مالِك دے، هغه چې چا له اوغواړي مُعاف به ئې كړي او چا له چې اوغواړي دوزخ كښې ته به ئې غوزار کړي، هغه عدل كوي، مونږه د الله پاك نه د هغه د رحمت سوال كوو.

د مخ غوښه ئې اوريژيده:

     حضرت منصور مغربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما حضرت عبدُ الله بَزَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب كښې اوليدلو تپوس مې ترينه اوكړو چې: ”الله پاك تاسو سره څه مُعامَله اوفرمائيله؟ هغوئي اوفرمائيل: الله پاك زه په خپله بارګاه كښې اودرولم، د كومې ګناه اقرار به مې چې كولو هغه به ئې مُعاف كوله خو د شرم په وجه مې د يوے ګناه اقرار اُونكړے