Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

كى روايات، احياء العلوم جلد3 “ وغيره مطالعه ډيره فائده منده ده.

اِسلامِك اى بُك لائبريري (ISLAMIC EBOOK LIBRARY)  

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د آخرت د ورځې د حساب و كتاب د ويرې پيدا کولو يوه ذريعه د دِيني كتابونو مطالَعه كول هم دي، خاص طور هغه كتابونه په كومو كښې چې د آخرت د مُعامَلاتو تفصيل بيان شوے دے.

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د دعوتِ اسلامي د ”آئى. ټـى ډيپارټمنټ“ په كوشش د ”اسلامك اى بُك لائبريري“ (Islamic E Book Library)  په نوم يو ايپلي كيشن هم جوړ كړے شوے دے. د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه شائع شوي تقريباً ټول كتابونه او رسائل (تقريباً په 38 ژبو كښې) په دې ايپلي كيشن کښې شامل دي. د دې نه علاوه په هفته وار اجتماع كښې كيدونكي تحريري بيانونه هم په دې ايپلي كيشن كښې شامل دي. د مركزي مجلس شُورٰى د مدني مشورو مدني ګلونه او د مدني مذاكرو سوالونه او جوابونه هم په دې ايپلي كيشن كښې شامل دي.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه واوريدل چې په دُنيا كښې انسان څه اعمال كوي صبا په ورځ د قيامت به هغه ته خپله اعمال نامه وركړے شي، په هغې كښې به هغه ټول اعمال ليك وي كوم چې هغه كړي دي او د هغه اعمالو مطابق به هغه د سزا او جزا حقدار وي. مونږه دا هم واوريدل چې زمونږه بُزرګانِ دين به د الله پاک په بارګاه کښې د پيش كيدلو ډيره زياته ويره لرله او پخپله به د ګناهونو نه ډير لرې اوسيدل . مونږ له هُم په خپل زړه كښې د الله پاک د ويرې پيدا كولو ضرورت دے، د الله ويره دا نه ده چې څوک صرف په خُله اووائي چې زه د الله نه ويريږم او اعمال ئې د ګناهونو والا وي بلكه علماء د الله پاک د ويرې څه علامتونه بيان كړي دي ،چنانچه حضرت فقيه ابوالليث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاك د ويرې علامت په اته