Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

كړے؟ ته كوم څيز زما نه په دوكه كښې اچولے وې؟ آيا تا دا ګنړلي وو چې زه تا نه وينم او نه به ته زما سره ملاقات كوے؟

      ياد ساتئ! د الله پاك په بارګاه كښې به چې کوم سوال و جواب کيږي هغه به براهِ راست کيږي، په هغې كښې به د څه څيز پرده نه وي، څنګه چې د الله پاك آخري نبـي محمد عربي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: تاسو کښې به د هر يو نه الله پاك داسې تپوس كوي چې په مينځ كښې به نه څه پرده وي او نه به څوک ترجمان وي. [1]

د الله پاک په بارګاه كښې د پيش كيدلو د ويرې پيدا کيدلو ذريعه

     اے عاشقانِ رسول! د ګناهونو كثرت، د دُنيا طلب او د علمِ دين نه لرې والے د الله پاك په بارګاه كښې د پيش كيدلو د ويرې نه لرلو اهم ترين اسباب دي، د دې څيزونه د کمي په وجه د الله پاك په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره د زړه نه لرې کيږي او انسان په ګناهونو كښې اخته کيږي. د الله پاك په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره پيدا کيدلو د پاره د خپلو اعمالو حساب كول، د نيكانو خلقو صُحبت او په قرآن و حديث كښې موجود د الله پاک نه د ويريدلو فضائل په نظر کښې ساتل پكار دي، كوم كس چې د خپل ربّ په بارګاه کښې د هغه د ويرې په سبب د اُودريدلو نه اُويَريدو د هغه د پاره د دوو جَنَّتونو زيرے دے، په دُنيا كښې د الله ويره لرونكي د پاره په ورځ د قيامت د امن زيرے دے. د الله د ويرې په وجه بهيدلې اوښكې چې د بدن په كومه حصه اولګي په هغې د جهنَّم د اور حرام كيدلو زىرے وركړے شوے دے. څوک چې د الله ويره لري د هغه ګناهونه د وَنې د پانړو په شان ريژيږي. لِهٰذا د بُزُرګانِ دِين د الله په ويره مشتملو واقعاتو مطالَعه اوكړئ، د دې د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د كتابونو ”خوف خُدا، توبہ


 

 



[1]       بخاری ، حدیث:1413