Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

مُستَحِق شو، او دا به تر هغه وخته پورې د جَهنَّم مُستَحِق وي تر څو چې د خپلې دې ګناه نه توبه اُونكړي او د لـمانځه قضا را اُو نه ګرځوي.[1]

د دې نه اندازه اولګوئ چې قصداً د يو لمُونځ پريښودلو باندې په زرګاؤ کلونه جَهَنَّم ته د تللو سزا ده نو څوک چې د ټولې ورځې لمُونځونه قصداً پريږدي بلكه هډو لمُونځ نه كوي نو هغه به په څومره سخت عذاب كښې اخته کيږي.

میں پانچوں نمازیں پڑھوں با جماعت      ہو توفیق ایسی عطا یااِلٰہی [2]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د الله په بارګاه كښې د مخامخ كيدلو ويره

     حضرت حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د يوے بے حيا ښځې د ښائست په باره كښې وائي چې د دُنيا د ښائست دريمه حصه د هغې سره ده. هغې به ځان بل ته د سپارلو 100 ديناره اخستل، يو ځل د يو عابد [عبادت ګُزار کس] نظر په هغې پريوتلو او د هغې د نزديکت حاصلولو د پاره بے قراره شو او 100 ديناره جمع كولو كښې مشغول شو. چې كله رقم پوره شو نو د هغې خوا ته ورغلو او ورته ئې اُووئيل: ستا حُسن زه ليونے كړے يم، ستا د حاصلولو د پاره ما په خپلو لاسو محنت كړے دے او دا 100 ديناره مې جمع كړي دي. هغې بےحيا ښځې اووئيل: دا زما وكيل ته وركړه چې اوئې ګوري. چې وكيل دينارونه اوكتل نو ټول صحيح وو او عابد ته ئې د دننه تللو اجازت وركړو. چې كله هغه د ګناه د پاره  هغې ته ورنزدے شو، نو د الله پاك په بارګاه كښې پيش كيدل ور ياد شو، او سخت اُويَريدو، بدن ئې په لړزان شو او شهوت ئې ختم شو،


 

 



[1]        فتاوی رضویہ ،9/158،ملخصاً

[2]        وسائل بخشش،مرمم،ص102