Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

هغه ښځې ته ئې اووئيل: ”ما پريږده زه بيرته تلل غواړم، او دا 100 ديناره هم ستا شُو.“ هغې ښځې ورته اووئيل:”دا څه دي؟ زه ستا خوښه شوي ووم او په دومره محنت دِ دا دينارونه جمع كړي دي او اوس ستا خواهش پورا كيدلو كښې څه ركاوټ هُم نشته نو ته اوس بيرته تلل غواړې؟“ عابد اووئيل: زه د خپل ربّ په بارګاه کښې د اودريدلو نه ويريږم، ځکه زما ټول عيش ختم شو.  

     هغې ښځې چې دا خبره واوريدله نو ډيره متاثره شوه، او اوئې وئيل: كه واقعي دا خبره ده نو زما خاوند ستا نه علاوه بل څوک نه شي كيدلے. عابد اووئيل: ما پريږده، زه د دې ځائے نه تلل غواړم. زنانه ورته اووئيل: زه به تا په دې شرط پريږدم چې زما سره به واده كوے. عابد اووئيل: تر څو چې د دې ځائے نه وتلے نه يم تر هغې دا نه شي کيدلے. زنانه اووئيل: ټيك ده! كه زه وروسته ستا خوا ته درشم نو آيا زما سره به واده اوكړې؟ عابد اووئيل: ټيك ده. بيا هغه عابد مخ پټ كړو او خپل ښار ته لاړو. هغه زنانه توبه اوكړه او د هغه عابد كلي ته اورسيدله. پته ئې معلومه کړه او د هغه عابد خوا ته اورسيدله نو د دې په ليدلو د هغه عابد د خُلې نه يوه تيزه چغه اووتله او د الله پاک د ويرې په سبب ئې ساه اوختله. هغه زنانه د خلقو نه تپوس اوكړو چې: آيا د ده نزدې څوک خپلوان شته دے؟ چا ورته ته اووئيل چې: آو د ده يو ورور دے او ډير غريب دے. هغه زنانه د هغه د ورور خوا ته ورغله او هغه ته ئې اووئيل چې: زه ستا د ورور سره د محبت په وجه ستا سره نكاح كول غواړم. ورور ئې د هغې زنانه سره نكاح اوكړه. الله پاك هغه توبه كوونكي زنانه ته ووه بچي وركړل او ټول نيكان او پرهيزګاران جوړ شو. [1]    

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]       کتاب التوابین ، ، ص74،خوف خدا ، ص102۔