Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

كول، ګناهونه پريښودل او په اِطاعتِ اِلٰهي كښې مشغوليدل هم د اُخروي خلاصي د پاره ډير ضروري دي. د دې بهترينه ذريعه د اميرِ اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه عطا كړي نيك اعمال هم دي، په دې باندې عمل كولو سره به مو اِنْ شَــآءالـلّٰـه په زړه كښې د الله پاک ويره پيدا شي، د نيكو كولو او د ګناهونو نه د بچ كيدلو مَدَني ذِهن به مو جوړ شي. هره ورځ د خپلو اعمالو د جائزه اخستلو په ذريعه د نيك اعمالو رساله کښې خانے ډکوئ او د هرې مياشتې په يکم تاريخ ئې خپل ذِمه دار ته د جمع كولو معمول جوړ كړئ اِنْ شَــآءالـلّٰـه د دې په بركت به د دين او دُنيا بيشميره خيرونه په لاس درشي.    

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                                                جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا              جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د ميلمستيا سنتونه او آداب

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړوراځئ چې! د ميلمستيا سنتونه او آداب د اوريدلو سعادت حاصل کړو: اوَّل درې فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملاحظه كړئ: (1)


 

 



[1]    ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣