Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

څوک چې د طاقت لرلو باوُجود ميلمستيا نه كوي په هغه كښې خير نشته. ([1]) (2) د انسان كم عقلي ده چې هغه د خپل ميلمه نه خدمت واخلي. ([2])  (3) سُنَّت دا دي چې سړے د ميلمه سره دروازے پورې رخصتولو له لاړ شي. ([3])

         * ميلمه له پكار دي چې د كوربه د مصروفياتو او ذِمه وارو لحاظ ساتي. * حضرت مُفتـى محمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ميلمه له څلور خبرې ضروري دي: (1) چې  كوم ځائے ئې كښينوي هلته دِ كښيني، (2) څه چې ئې مخې ته پيش كړے شي په هغې دِ خوشحاله شي، (دا دِ نه اووائي چې: د دې نه ښه خو زه په خپل كور كښې خورم يا داسې قِسمه نورې خبرې)، (3) د كوربه د اجازت نه بغير دِ د هغه ځائے نه نه پاڅي، (4) چې كله بيرته ځي نو د کوربه د پاره دِ دُعا اوكړي،([4])  * د كور يا طعام وغيره په مُعامَلاتو كښې دِ هيڅ قِسمه تنقيد نه كوي او نه دِ د دروغو صفتونه كوي، كوربه دِ هم ميلمه په دروغو وئيلو نه مجبوروي او داسې تپوسونه دِ نه كوي مثلاً دا وئيل چې: زمونږه طعام څنګه دے؟ ستاسو خوښ شو كه نه؟ په داسې موقع كه طعام ئې نه وي خوښ شوے او د هغې باوُجود ميلمه د کوربه د عزت ساتلو په وجه په دروغه د طعام تعريف اوكړي نو ګنهګار به وي، داسې تپوس هُم مه كوئ چې: تاسو ځان موړ كړو که نه؟ ځکه چې دلته په جواب ورکولو كښې د دروغو انديښنه ده ځکه چې که د لږ خوراك كولو يا د پرهيز يا د بلې مجبورئ په وجه ئې لږ خوراک کړے وي او د دې


 

 



[1]    مُسند امام احمد ، مسند الشامیین۶/ ۱۴۲،حدیث: ۱۷۴۲۴

[2]    جامع صغیر،ص۲۸۸،حدیث :۴۶۸۶

[3]    ابن ماجہ،کتاب الاطعمہ، باب الضیافۃ،۴/۵۲، حدیث: ۳۳۵۸

[4]     فتاوی ھندیہ، کتاب الکراہیہ، باب ثانی عشر ۔۔الخ، ۵/۳۴۴