Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

ورياديږي، د آخرت سفر ياد ساتلو والا كه مار اُووِيني نو د جَهَنَّم ماران به ورياديږي، د آخرت سفر ياد ساتلو والا كه چرته خوفناك شكل اُوويني نو مُنكَر نَكِير او زَبانِيَه يعنې د فرښتو هغه ډله چې د نافرمانه خلقو جَهَنَّم ته غورزولو باندې به مقررې وي هغه به ورياديږي، د آخرت سفر ياد ساتلو والا كه خوفناك آواز واوري نو د صُور پوكل په ورياديږي، د آخرت سفر ياد ساتلو والا كه ښه او ښكلے څيز اوويني نو د جَنَّت نعمتونه به ياديږي، د آخرت سفر ياد ساتلو والا كه چرته د انكار يا قبوليت څه خبره واوري نو د آخرت په مُعامَله كښې د حساب كتاب نه پس د خپلو اعمالو قبليدل يا رد كيدل به ورياديږي.[1]  

دِلا    غافل  نہ  ہو   یکدم، یہ  دُنیا  چھوڑ   جانا ہے                                                         بغیچے   چھوڑ  کر   خالی، زمین   اندر   سمانا   ہے

تُو   اپنی   موت  کو  مت   بُھول، کر سامان چلنے کا                                                         زمیں کی خاک پر سونا ہے، اِینٹوں کا سِرہانا ہے

جہاں کے شَغْل میں شاغل، خدا کے ذکر سے غافل                                             کرے  دعویٰ  کہ  یہ دنیا، مِرا  دائم ٹھکانا ہے

غلام   اِک   دَم  نہ  کر غفلت، حیاتی  پر نہ ہو غُرَّہ                                              خداکی یاد کر  ہر دم، کہ جس نے  کام آنا ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په ورځ د محشر سوال

      امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قيامت په ورځ د الله پاك په بارګاه كښې د پيش كيدلو نقشه پيش كوي، فرمائي: اے مومنه ياد كړه! ستا د ګناهونو په بدله كښې به صبا د قيامت په ورځ ستا د پاره هُم دا ويره کافي وي چې تا به د تَندِي نه اونيسي او راښكاږي به دِ، هغه وخت به ستا زړه بے قراره وي، عقل به دِ ختم شي، اُوګې او د بدن نور


 

 



[1]        احیاء العلوم، ۱/۴۳۸ بتغیرٍومخلصاً