Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

اندامونه به دِ رپيږي، رنګ به دِ بدل شي، د ډيرې زياتې ويرې په وجه به درته ټول جهان په تياره كښې ډوب ښکاري، نو! خپل فِكر اوكړئ! چې په هُم دې حالت كښې به د خلقو په څټونو ښپې اړوو، صفونه به شلوو او مخكښې به روان يُو او مونږه به د روستو پاتې شوو اسونو په شان راښكلے كيږو، ټول مخلوق به راته ګوري، اوس سوچ اوكړئ چې مونږه د فرښتو په لاسونو كښې يُو او په هُم دې حال كښې مو د رَحمٰن د عرشه پورې بوځي او هلته به مو غوزار كړي، بيا به الله پاك خپل عظيم كلام داسې اوفرمائي: اے اِبنِ آدم! ما ته نزدې شه! بيا به پريشان او غمګين او مات او رپيدونکي زړه سره ذليل او شرمنده ورنزدې شو، مونږ ته به نامۀ اعمال راكړے شي، په هغې كښې به هره يوه وړوكي او لويه ګناه ليك وي، څومره ګناهونه به داسې وي چې مونږ نه به هيرې وي خو زمونږ نامۀ اعمال به ئې مونږ ته را يادې كړي، او څومره نيکئ به داسې وي چې د هغې د آفتونو [يعني نه قبليدلو] نه مونږه بے خبره يُو دغه وخت به د هغه [نيکو] خرابئ زمونږ په وړاندې وي، نو هغه وخت به څومره شرميږو؟ او څومره به ويريږو، زړه به مو څومره تنګ وي او څومره به مجبوره يُو؟ هائے افسوس! په کومو ښپو به د الله په بارګاه کښې اُودريږو، په كومه ژبه به جواب وركوو؟ او په خپله خبره به په كوم زړه پوهيږو؟ بيا لږ غور اوكړئ! د شرم و حيا نه به زمونږه څه حال وي چې هغه ذات به بِلا واسطه [يعني براهِ راست] مونږ ته زمونږه ګناهونه رايادوي، فرمائي به: اے زما بنده! تا ته زما نه حيا نه درتله چې زما په وړاندې د ګناهونو سره حاضر شوے ئې، تا به زما د بندګانو نه خو حيا كوله او د هغوئي په مخكښې به دِ ځان نيک جوړ كړے وو، او ما به ته هر وخت ليدلي خو زما نه به دِ حيا نه کوله، آيا ستا په نِزد زه د خپلو ټولو بندګانو نه زيات سپك ووم؟ زما ليدل تا په خپل ځان سپك ګنړل او هيڅ پرواه دِ نه کوله، او زما د غيرو ليدل تا ډير عظيم ګنړلي وو، آيا ما په تا انعام نه وو