Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

په خندا خندا ګناه كول!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! الله والا داسې وي چې څنګه به د شيطان په وار پوهه شو نو فوراً به د الله پاك د ويرې نه د هغه كار نه منع شو ځكه چې هغوئي ته معلومه وه چې د الله پاك واضحه فرمان دے: د انسان د پاره  هغه څه دي د كوم چې هغه كوشش كړے وي. او د هغه كوشش به عنقريب اوليدلے شي. بيا به هغه ته د هغې پورا بدله وركړے شي. [1]

     راځئ چې! د الله د نيكو بندګانو په نقشِ قدم روان شو او مونږه هُم ځان په نيكو كارونو كښې مصروفه كړو او په خپل زړه كښې د الله پاک د ويرې پيدا كولو كوشش اوكړو، الله پاك دِ اَميرِ اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه سلامت لري چې هغوئي خپلو مريدانو، طالبِينو، مُحِبِّينو او د دُنيا ټولو عاشقانِ رسول ته د نيك اعمالو داسې خوږه تحفه وركړي ده چې كه مونږه واقعي په اخلاص او ثابت قدمئ سره خپل ژوند د دې نيكو اعمالو مطابق تيرولو كښې كامياب شو نو د الله د رحمت نه اُميد دے چې اِنْ شَــآءالـلّٰـه په نيك اعمالو باندې د عمل كولو په بركت به دواړه جهانو كښې خىر رانصيب شي. په هُم دغه نيك اعمالو كښې نيك عمل نمبر 20 دے: آيا نن تاسو د دعوتِ اسلامي ديني كارونو ته د خپل نګران دركړي شوي شَيډول [جدول] مطابق كم از كم 2 ګينټے وركړې؟

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار ”جُمات درس“

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ذِيلي حلقے په دولسو ديني كارونو كښې د روزانه


 

 



[1]        ترجمہ کنزالعرفان،پارہ27،سورہ النجم، آیت 39تا 41