Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

يو ديني كار”جُمات درس“ هم دے. د دې ديني كار بےشميره ديني او دنياوي فائدے دي: * جُمات درس“ سره جُماتونه آباديږي، * جُمات درس“ سره د انفرادي كوشش كولو موقع مِلاويږي. *  جُمات درس“ سره د لمُونځ كوونكو په شمير كښې اِضافه كيږي. *  د ”جُمات درس“ په بركت د نيكئ او خير د خبرو زده كولو او نورو ته د ورزده كولو موقع مِلاويږي. راځئ چې! د ترغيب د پاره د ”جُمات درس“ يو مدني سپرلے واورو، چنانچه

د زړه نه ئې دُښمني لرې شوه

     د تحصيل بَهلوال (پنجاب، پاكستان) اوسيدونکے يو اسلامي ورور د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته كيدلو نه مخكښې د بد مَذهَبِيَت په تِيارو كښې ورك وو، د بدمذهبو د صحبت سپيره والے پرې دومره غالب شوے وو چې د دعوتِ اسلامي د نوم نه به ئې هُم نفرت كولو، د هغه شپې او ورځې په دې بُغض او دُښمنئ كښې تيريدلي، هغه يوه ورځ د خپلې محلے جُمات ته د ماښام لمَانځه د پاره لاړو، لمَانځه نه پس په جُمات كښې (د فيضانِ سُنَّت) درس كيدلو، د هغه خوش قِسمتي وه چې هغه هُم په درس كښې شريك شو، د دې نه پس هغه د هغه اسلامي ورور سره د جنګ جګړې په انداز کښې خبرې اترې شروع كړې خو هغه اسلامي ورور ورته په ډيره مينه او محبت د دعوتِ اسلامي د دِيني ماحول بركتونه بيان کړل او ورسره ئې د سُنَّتو ډكه اجتماع كښې د شِرکت کولو ذِهن هم وركړو، د الله تعالٰى په فضل و كرم سره هغه [کس چې د بد مذهبو د صُحبت اثر پرې شوے وو] په هفته واره د سنتو ډكه اجتماع كښې شريك شو، د سُنَّتو ډكه اجتماع كښې د مُبَلِّغِ دعوتِ اسلامي بيان، بيا ذِکرُ الله او په آخره كښې ژړوونكي دُعا د هغه د زړه دُنيا بدله كړه! هغه د زړه په صِدق توبه اوکړه