Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

او د سُنَّتو ډك ژوند تيرولو د پاره د دعوتِ اسلامي پاكيزه ماحول کښې شامِل شو.

ہے تجھ سے دعا ربِّ اکبر! مقبول ہو’’فیضانِ سُنّت‘‘                                                   مسجِد مسجِد گھر گھر پڑھ کر،اسلامی بھائی سناتا رہے

(وسائلِ بخشش مُرمَّم،ص۴۷۵)

دا مې دُعا  ده  اے رَبـه د رَحمت، مقبول  كړې  فيضانِ سُنَّت

چې ئې درس وركوي اسلامي ورونړه كور په كور، جُمات جُمات

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د الله د ويرې د كمي اسباب او علاج

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د تجربے خبره ده چې كوم كس د كوم څيز سره مينه ساتي، هميشه د هغې په باره كښې سوچ كوي او د هغې په باره كښې غور و فِكر كوي. جديد سائنسي تحقيق هم دا وائي چې انسان هغه جوړيږي  د څه چې هغه ټوله ورځ سوچ كوي. څنګه چې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د رخت  [يعنې كپړے] سوداګر، تركانړ (يعني د لرګي كار كولو والا)، ګيلګار (د تعمير كار كولو والا) او جولا (كډئ کولو، کپړه جوړولو والا) چې چرته آباد كور ته لاړ شي چې په هغې كښې قالين خور وي، كور ښائسته وي نو هغه هلته په غوروفِكر كښې مشغول شي نو عام طور به د هغوئي سوچ دا وي چې كپړے والا به د قالين په ليدلو د هغې په قيمت كښې غور كوي، جولا به د كپړے په جوړولو كښې غور كوي او ګيلکار به د كور ديوالونو ته ګوري او د هغې د مضبوطيا او پوخ والي مُتَعَلِّق سوچ به كوي.  

دغه شان څوک چې د آخرت سفر ياد ساتي، څوک چې د آخرت په فِكرِ كښې مشغول اوسي د هغه به دا حال وي چې په هر څيز کښې به ورته الله پاك د عبرت حاصلولو توفيق ورکوي. د آخرت سفر ياد ساتلو والا كه تِياره اُووِيني نو د قبر تياره به