Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

څيزونو كښې ظاهريږي: (1) د انسان په ژبه كښې: هغه داسې چې د الله پاك ويره به د هغه ژبه د دروغو، غيبت او فضولو خبرو نه منع كوي او په ذِکرُ الله، تلاوتِ قرآن، او علمي خبرو كښې به ئې مشغوله ساتي. (2) د هغه په خيټه كښې: هغه داسې چې هغه به خپله خيټه كښې حرام نه داخلوي او حلال څيز په قدر د ضرورت خوري. (3) د هغه په سترګو كښې: هغه داسې چې هغه به د حرامو كتلو نه بچ ساتي او دُنيا ته به د رغبت په نظر نه بلكه د عبرت حاصلولو په نظر ګوري. (4) د هغه په لاس كښې: هغه داسې چې هيڅ كله به خپل لاس حرامو طرف ته نه وړاندې کوي بلكه هميشه به ئې د الله په اِطاعت كښې استعمالوي. (5) د هغه په قدمونو كښې: هغه داسې چې دا به د الله پاك په نافرمانئ كښې نه اوچتوي بلكه هميشه به ئې د الله پاک په اطاعت كښې  اوچتوي. (6) د هغه په زړه كښې: هغه داسې چې هغه د خپل زړه نه بُغض، كينه او د مسلمانانو سره حسد كول لرې كړي او په دې كښې د خيرخواهئ او مسلمانانو سره د نرم سلوك كولو جذبه بيداره كړي. (7) د هغه په اطاعت او فرمانبردارئ كښې: داسې چې هغه به صرف د الله پاك د رضا د پاره عبادت كوي او د رِيا او نِفاق [يعني منافقت] نه به ويريږي. (8) د هغه په اوريدو كښې: داسې چې د جائز خبرې نه علاوه به نور څه نه اوري.[1]

     اے عاشقانِ رسول! معلومه شوه چې د قبر و حشر او حساب و ميزان وغيره د حالاتو اوريدلو يا لوستلو باندې صرف يو څواسويلي کول... يا... هسې د افسوس په انداز کښې سر خوزول... يا ... د افسوس په انداز کښې لاسونه مږل... يا ... يو څو اوښكې بَهيَول كافي نه دي، بلكه د دې سره سره د الله تعالٰى د ويرې عملي تقاضے پورا


 

 



[1]       درة الناصحین ،المجلس الثلاثون....الخ ،ص109