Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

     اے عاشقانِ رسول و عاشِقانِ صحابه! د بُزُرګانِ دِين د سِيرت نه مونږ ته د لمُونځونو د اِهتمام درس ميلاويږي، پكار خو دا وه چې مونږه هم د لمُونځونو ښه اهتمام كولے خو افسوس! مونږه په فضولو خبرو او بعضې وخت د نه كولو په كارونو كښې مشغوله اوسو او لمُونځونه قضا كوو. نه د لمَانځه قضا كولو احساس شته او نه د ربِّ كريم د نافرمانئ پرواه شته. د افسوس مقام دے چې زمونږه ربّ مونږ ته شپه ورځ بے غوښتلو بيشميره نعمتونه راكوي خو مونږ ته په ټوله ورځ كښې پينځه وخته د هغه په بارګاه كښې د سجدے كولو توفيق نه نصيب كيږي. افسوس!  مونږه د بيمارو، پريشانو او تكليفونو نه د بچ كيدو د پاره د خلقو ښودلي شوي وظيفے خو فوراً  شروع كوو خو د آخرت نعمتونه حاصلولو د پاره او د الله د عذاب نه بچ كيدلو د پاره په قرآنِ مجيد کښې د الله پاک نازل کړي د لـمانځه کولو حُکم باندې عمل نه کوو او نه د دې د بيان شوو فضيلتونو حاصلولو کوشش کوو. په مونږ کښې دِ هر کس د ځان د پاره دا سوچ اوکړي چې زه د لـمانځه په شان افضل عبادت څومره اهتمام کووم او د الله پاك دربار ته د حاضرئ د پاره د مُؤَذِّن په دعوت باندې په شپه او ورځ کښې څو ځله لَبَّيْك وايم او جُمات ته حاضريږم؟   

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ! په هر عاقلِ، بالِغ نارينه او زنانه مسلمان باندې هره ورځ پينځه وخته لمُونځ فرض دے، څوك چې لمُونځ فرض نه مني هغه د دِينِ اسلام نه خارج دے اګرچه د هغه نوم او نور كارونه د مسلمانانو والا وي. او څوك چې لمُونځ فرض مني خو قصداً ئې قضا كوي هغه سخت فاسِق، ګنهګار او د جَهَنَّم د اور حقدار دے. اعلٰى حضرت، امامِ اهلِسُنَّت شاه اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې قصداً يو لمُونځ  پريښودو په زرګاؤ كلونه په جَهَنَّم كښې د اوسيدلو