Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

پيش كيدلو ويره وے  نو آيا په فرض روژو نيولو كښې به مو سُستي کولے؟ *كه زمونږ په زړه کښې د الله پاک په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره وے  نو آيا مونږ به په زكوٰة وركولو كښې كوتاهي كولے؟ *كه زمونږ په زړه کښې د الله پاک په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره وے نو آيا مونږ به د خلقو غيبتونه كولے؟ *كه زمونږ په زړه کښې د الله پاک په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره وے  نو آيا مونږ به دروغ وئيلے؟ *كه زمونږ په زړه کښې د الله پاک په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره وے  نو آيا زمونږه لاسونه به حرام كار له ورغلي وے؟ او آيا سترګو به مو حرام طرف ته كتلے وے؟ يا به زمونږه غوږونه په حرامو اوريدلو كښې مشغوله شوي وے؟ *كه زمونږ په زړه کښې د الله پاک په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره وے  نو آيا مونږ به د خلقو حقونه ضائع كولے؟ الغرض *كه زمونږ په زړه کښې د الله پاک په بارګاه كښې د پيش كيدلو ويره وے  نو آيا په ګناهونو كښې به مو زړه لګيدلے وے؟ يقيناً كه مونږه غور اوكړو نو زمونږ په زړونو کښې د الله پاک ويره كمه شوي ده ځكه خو مونږه په قِسما قِسم مُعاشرتي بيمارو او قِسما قِسم آفتونو كښې اخته يُو. قرآنِ كريم مونږه د غفلت نه بيداروي، فرمائي:   

یٰۤاَیُّهَا  الَّذِیْنَ  اٰمَنُوا  اتَّقُوا  اللّٰهَ  حَقَّ  تُقٰتِهٖ  وَ  لَا  تَمُوْتُنَّ  اِلَّا  وَ  اَنْتُمْ  مُّسْلِمُوْنَ(۱۰۲)  (پ ۴،آل عمران: ۱۰۲)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: اے ايمان والؤ د الله نه اُويَريږئ څنګه چې هغه نه د ويريدلو حق دے او هيڅ كله مه مرئ، خو مسلمانان.

     اے عاشقانِ رسول! په مونږه لازم دي چې د الله پاک نه اُويَريږو. د الله ويره به مونږه د ګناهونو نه لرې ساتي. د الله ويره به مونږ ته د آخرت د عذاب نه سلامتيا راكړي څنګه چې په حديثِ قُدسي كښې دي: ”زما دِ په خپل عِزَّت او جلال قَسم وي“ زه به په خپل بنده باندې دوه ويرې نه جمع کووم، كه هغه په دُنيا كښې زما نه