Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

كَلَّا لَا وَزَرَؕ(۱۱) اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىٕذِ ﹰالْمُسْتَقَرُّؕ(۱۲) یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىٕذٍۭ بِمَا قَدَّمَ وَ اَخَّرَؕ(۱۳) بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰى نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌۙ(۱۴)

چرته اوتښتم۔ هيڅ کله نه، هيڅ پناه نشته په هغه ورځ، ستا د رب په طرف په ځائے اودريدل دي، په هغه ورځ به انسان ته د هغه ټول مخكښني او وروستني [اعمال] اُوښودلے شي بلكه انسان پخپله خپل ټول حال وِيني.[1]   (پ  ۲۹ ، قيامۃ : آيت ۱۰ تا ۱۴) 

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چې د الله پاك د پيشئ مُعامَله څومره سخته ده چې انسان به د الله پاك په بارګاه كښې د اودريدلو نه ويريږى ځكه چې د هغه په لاس كښې به د هغه اعمال نامه وي په هغې كښې به هغه ټول هر څه ليكلي شوي وي څه ئې چې په دُنيا كښې كړي وي، هغه ګناهونه به هُم پکښې ليك وي چې د ورځې په رنړا كښې ئې كړي وي او هغه به هم پکښې وي چې د شپے په تياره كښې ئې كړي وي، غټه ګناه به هم پکښې لِيک وي او د وړے نه وړه ګناه به هم پکښې ليك وي، تر دې چې هغه ګناه به هم پکښې وي كومه ئې چې په دُنيا کښې په زړه كښې پټه ساتلي وه او چا ته ئې نه وه ښكاره كړي، لكه كِينه، بُغْض، حَسَد وغيره، د دې به هم حساب وركوي.

     اے عاشقانِ رسول! دُنيا د عمل ځائے دے، په هُم دې كښې خپل حساب كول پكار دي، د دې نه مخكښې چې په آخرت كښې د الله پاك په غضب کښې ګرفتار شو څنګه چې،

     حضرت عمر بِن خطاب رَضِیَ الله عَنْه يو ځل په خپله خطبه كښې ارشاد اوفرمائيلو:


 

 



[1]       پارہ 29،القیامۃ،آیت10تا14