Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf

بيان فرمائيلے دے، راځئ چې! هغه واورو:

یَوْمَىٕذٍ تُعْرَضُوْنَ لَا تَخْفٰى مِنْكُمْ خَافِیَةٌ(۱۸)    (پارہ ۲۹،  الحاقّہ،آیت ۱۸)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : په هغه ورځ به تاسو ټول پيش كيږئ چې په تاسو کښې به څوک پټيدونکے نه شي پټيدلے۔

د هغې نه پس به چا ته چي اعمال نامه په كينړ [يعني ګڅ] لاس كښې وركولے کيږي د هغې حالت هم قرانِ پاك بيان كړے دے:

وَ اَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِشِمَالِهٖ ﳔ فَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْۚ(۲۵) وَ لَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْۚ(۲۶) یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَۚ(۲۷) مَاۤ اَغْنٰى عَنِّیْ مَالِیَهْۚ(۲۸) هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْۚ(۲۹) خُذُوْهُ فَغُلُّوْهُۙ(۳۰) ثُمَّ الْجَحِیْمَ صَلُّوْهُۙ(۳۱)   (پارہ ۲۹،سورۂ الحاقّہ،آیت ۲۵ تا ۳۱)    

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او چا ته به چې اعمال نامه په ګڅ لاس کښې وركړے شي هغه به وائي: هائے افسوس! چې په څه طريقه ما ته دا ليك (نامۀ اعمال) نه وے راكړے شوے. او ما ته نه وے معلومه چې زما حساب څه دے؟ هائے! چې په څه طريقه مرګ زما قِصَّه ختمه كړې وے، زما هيڅ په كار رانغلو زما مال، زما ټول زور ختم شو، دے اونيسئ بيا ورته [په غاړه کښې] طوق واچوئ، بيا ئې په سُور اور کښې ورخخ كړئ.   

    په هغه ورځ به نامۀ اعمال په دې وجه ورکولے کيږي چې بنده ته پته اولګي چې زما سره انصاف شوے دے. [يعني انسان به په خپله اعمال نامه کښې خپله وړه او غټه نيکي او بدي اُووِيني]

په سيپاره 29 سورۀ قيامة آيت نمبر10تا 14 كښې ارشاد دے:

یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّۚ(۱۰)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : په هغه ورځ به انسان اووائي