Book Name:Farishton Ki Duain Lijiye
بابَرَکت کښې طعام پيش کړو نو اِرشاد ئې وفرمائيلو: ”ته هم اوخوره.“ ما عرض اوکړو: زما روژه ده. نو رَحمَتِ عالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: تر څو چې د روژه دار په مخکښې طعام خوړلے کيږي، فرښتې د هغه (روژه دار) د پاره د بخښنې دُعا کوي. ([1])
(2) حَضرت سَيِّدُنا بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دَ نَبىِّ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمتِ کښې حاضر شو، هغه وخت حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ناشته کوله، وئې فرمائيل: اے بِلال! ناشته وکړه.“عرض ئې وکړو: ”يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما روژه ده.“ نو رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ”مونږه خپله روزي خورو او د بِلال رِزق په جَنَّت کښې زياتيږي.“ اے بِلال! آیا ته خبر ئې چې تر څو د روژه دار په مخکښې څه خوړلے کيږي تر هغې پورې د هغه هډوکي تسبِيح کوي [او] هغه ته فرښتې دُعا کوي.“ ([2])
مُفَسِّرِ قرآن حَکيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه معلومه شوه چې که د خوراک کولو په وخت کښې څوک راشي نو هغه ته هم د خوړلو سَت کول سُنّت دي، خو د زړه په اِراده دې ورته سَت کوي د دروغو سَت دې نه کوي، او راغلے کس دې هم دروغ نه وائي چې زما زړه ته نه کيږي، چې لوَږه او دروغ يو ځائے نه شي، بلکې که خوړل نه غواړي يا وِيني چې خوراک کم دے نو وه دې وائي بَارَک الله (يعني الله پاک دې بَرَکت درکړي) دا هم معلومه شوه چې د سَروَرِ کائِنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه خپل عبادتونه پټول نه دي پکار بلکې ښکاره دې ئې کړي چې حُضُورِ پُرنُور، شافِعِ يَومُ النُّشُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغې باندې ګواه جوړ شي. دا ښکاره کول رِياکاري نه ده. (د حضرت بِلال د روژه نيولو په اوريدو ئې چې څه وفرمائيل د هغې شرح دا ده) يعني مونږه خپله د نن روزي خو هم دلته خورو او حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به