Share this link via
Personality Websites!
دعاګانې کوي. تاسو به وايۍ چې دا فضيلت خو به مونږه پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې حاصلوو. آؤ جي! پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې ضرور حاصلول دي. د دې سره سره د رجب شريف مياشت هم راروانه ده. سُبْحٰنَ اللہ! عاشقِ رمضان اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رجب شريف ته د رَمَضَانُ المُبَارَک پاټک فرمائي، يعنې چې رجب شريف کله راشي نو بيا د رَمَضَانُ المُبَارَک راتګ رانزدې شو.
خير! د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې خو فرض دي، هغه خو مونږ ته هسې هم نيول دي، ورسره ورسره د رجب او د شعبان نفلي روژې هم نيول پکار دي.
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رجب روژې نيولې
حضرت عُروَه بن زبير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه پوښتنه اوکړه: آيا د الله پاک نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ رجب شريف کښې روژې نيولې؟ اوئې فرمائيل: آؤ! (روژې به يـې هم نيولې) او دې له به اهميت هم ورکولو. ([1])
څۀ چې غواړې در عطا کولے کيږي به
عارِف بِالله شيخ ضياءُ الدِّين دَيرِيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ روايتونو کښې دي چې * چا د رَجَب 7 روژې ونيولې، د هغۀ د پاره د دوزخ دروازے بندولے شي * څوک چې د رَجَب شريف 10 روژې ونيسي، هغه چې د الله پاک نه څۀ غواړي الله پاک يـې هغۀ ته عطا کوي * او بے شکه پۀ جَنَّت کښې يو محل دے، د هٰغه محل پۀ مخکښې دا دُنيا د مرغۍ د جالې پۀ شان ده، هٰغه محل ته به صرف هغه داخليږي چا چې پۀ رَجَب کښې روژې نيولې وي. ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami