Farishton Ki Duain Lijiye

Book Name:Farishton Ki Duain Lijiye

 

د حضرت بي بي فاطِـمةُ الـزَهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها د خير خواهۍ جذبه

      اِمامِ حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خاتونِ جَنَّت حضرت بي بي فاطِـمةُ الـزَهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها مشر شهزاده دے، هغوئي فرمائي: ما خپله والده محترمه وليدله چې د شپې يـې د مسجدِ بيت پۀ محراب (يعنې پۀ کور کښې د نـمونځ کولو پۀ خاص ځائے) کښې نـمونځ کولو د دې پورې چې د سحر د نـمونځ وخت به شو.([1])

وہ شب بیدار، وہ صرفِ رکوع و سجدۂ پیہم              وہ جن کی ذات پہ نازاں حضور رحمتِ عالم

      وضاحت: حضرت فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ټوله شپه عبادت کوونکې، مسلسل  پۀ سجده او رکوع کښې مصروفه اوسيدونکې ده، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هغې ناز کوي.

اِمامِ حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: والدې محترمې رَضِىَ اللهُ عَـنْها به د مسلمانانو نارينؤ او زنانؤ د پاره ډيرې دعاګانې کولې خو د ځان د پاره به يـې هيڅ نۀ غوښتل. ما عرض اوکړو: مور جانې! څۀ وجه ده چې تاسو د خپل ځان د پاره هيڅ دُعا نۀ کوئ؟ اوئې فرمائيل: ځويه! اَلْجَوَارُ ثُمَّ الدَّار وړومبے ګاؤند بيا کور.([2])

د پيشمني کوونکو د پاره دعاګانې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د فرښتو د دعاګانو موندلو يوه اسانه طريقه پيشمنے کول هم دي. پۀ حديثِ پاک کښې دي: پيشمنے د برکت والا خوراک دے، دا مۀ پريږدئ! بے شکه الله پاک او د هغۀ فرښتے پۀ پيشمني کوونکو باندې درود ليږي.([3])

معلومه شوه چې څوک د پيشمني خوراک کوي، فرښتے د هغۀ د پاره د رحمت


 

 



[1]...مدارج النبوة، قسم پنجم، ذكر اولاد كرام،سیدہ فاطمہ الزہرا ،جلد:2، صفحہ:461۔

[2]...مدارج النبوة، قسم پنجم، ذكر اولاد كرام،سیدہ فاطمہ الزہرا ، جلد:2، صفحہ:461۔

[3]...مسند احمد، جلد؛5، صفحہ:119، حدیث:11706 ملتقطاً۔