Book Name:Farishton Ki Duain Lijiye
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لږه اندازه ولګوئ چې دا څومره عظيم الشان کار دے، مسلمان ورور بيمار شو نو د هغۀ خوا له تلل دي او تپوس يـې کول دي، د هغۀ د طبيعت پوښتنه کول دي، ثواب يـې څومره ډير دے.
وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا ہم مفلس کیا مول چُکائیں،اپنا ہاتھ ہی خالی ہے([1])
وضاحت: د دواړو جهانو مالِک او مختار، حبيب د پروردګار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو جَنَّت ډير پۀ کم نرخ خرڅوي، مونږه غريبان د هغې سودا څنګه اوکړو؟ زمونږ سره خو هيڅ هم نشته.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په مونږ کښې يو سوچ موندلے کيږې ، خلق د ثواب پۀ معامله کښې هم د حيثيت خيال ساتي مثلاً تپوس ته وګورئ! که څوک مسلمان ورور بيمار شي نو دا کتلے کيږي چې زمونږ د حيثيت بنده دے که نۀ دے، که نوکر بيمار شي نو سيټھ صاحِب د هغۀ پۀ تپوس کولو شرميږي، که نوکران بيماران شي نو مالکان صاحبان د هغوئي پۀ تپوس کولو شرميږي او خپله بے عزتي يـې ګڼي، دغه شان د مالداره او غريب هم فرق کيږي، دا ډيره غلطه خبره ده.
ہر ایک چیز سے پیدا خُدا کی قدرت ہے کوئی بڑا کوئی چھوٹا یہ اس کی حکمت ہے
مونږ پۀ دې نۀ پوهيږو چې د الله پاک پۀ نزد څوک عزت والا دے، څوک د هغۀ پۀ بارګاه کښې قبول دے، کيدے شي چې پۀ ذات غريب پۀ ايمان کښې ډير مالداره وي، کيدے شي چې زمونږه نوکر د رَبِّ کريم پۀ نزد د لوئي مقام مالِک وي، ځکه که څوک وړوکے دے که لوئي، که څوک مالداره دے او که غريب، که څوک دوست دے او که نا اشنا، که