Farishton Ki Duain Lijiye

Book Name:Farishton Ki Duain Lijiye

دې ستا دُعا قبوله کړي او څۀ چې تا د خپل مسلمان ورور د پاره وغوښتل، الله پاک دې تا ته هم هٰغه شان عطا کړي.([1])

د 360 دوستانو د پاره دُعا

روايت دے: حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې صحابئ رسول دے، د هغوئي 360 دوستان وو، د هغوئي عادت مبارک وو، د نـمونځ نه پس به يـې د هٰغه ټولو دوستانو د پاره دعاګانې کولې. يو ځل د هغوئي کور ودانې محترمې د دې د حِکمت پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل: کله چې بنده د خپل مسلمان ورور پۀ غير موجودګۍ کښې د هغۀ د پاره دُعا کوي، الله پاک دوه فرښتے مقررې کړي کومې چې وائي: وَلَكَ بِمِثْلٍ ذٰلِکَ يعنې څۀ چې تا د خپل مسلمان ورور د پاره وغوښتل، الله پاک دې هٰغه شان تا ته هم عطا کړي.([2])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ډيره اهمه نُسخه ده، که غواړئ چې زمونږه دعاګانې قبولې شي، څۀ چې غواړم، هغه مې نصيب شي، د دې ډيره اسانه نُسخه ده څۀ چې تاسو غواړئ، هغه د خپل ځان د پاره وغواړئ، مۀ يـې غواړئ، د نورو د پاره يـې ضرور غواړئ، مثلاً څوک قرضدارے شو، هغه د قرض د ورکولو دعا کول غواړي نو پکار دي چې داسې دُعا اوکړي: اے الله پاکه! زما د فلانکي دوست، د فلانکي ګاؤنډي يا د فلانکي مسلمان ورور د قرض ورکولو ذريعه جوړه کړې. دا چې د بل چا د پاره دُعا کوي نو فرښتے به د دۀ د پاره دُعا کوي او وائي به: يا الله پاکه! د دۀ قرض وړومبے ختم کړې. داسې چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږ د نورو د پاره دُعا کوو، فرښتے به يـې زمونږ د پاره کوي. که الله پاک وغوښتل نو د فرښتے دُعا به قبوله شي او زمونږ حاجت به پوره شي.


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب المناسک، باب فضل دعاء الحاج، صفحہ:470، حدیث:2895۔

[2]... مراۃ الزمان فی تواریخ الاعیان، جلد:5، صفحہ:481۔