Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

قَالُوْۤا اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَ یَسْفِكُ الدِّمَآءَۚ-وَ نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَ نُقَدِّسُ لَكَؕ-

(پارہ:1، سورۀ البقرة:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي عرض اوکړو: آيا تۀ به پۀ زمکه کښې داسې نائب جوړوې چې هغه به پۀ هغې کښې فساد خوروي او وينه به توئيوي۔ حالانکې مونږه ستا د حَمد پۀ ذريعه ستا تَسبِيح بيانوو او ستا پاکي بيانوو۔

فرښتو دا يو خيال کړے وو يا پۀ لوحِ محفوظ باندې د ليکلو پۀ ذريعه هغوئي ته معلومه شوې وه چې انسان به پۀ زمکه کښې وينې توئيوي، فسادونه به کوي، ځکه هغوئي د حِکمت پۀ باره کښې د پوښتنې د پاره دا خبره اوکړه۔ ([1]) د دې پۀ جواب کښې الله پاک وفرمائيل:

قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ(۳۰)(پارہ:1، سورۀ البقرۃ:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: [الله] وفرمائيل: بے شکه ماته هغه معلوم دي څۀ چې تاسو ته نۀ دي معلوم۔

دا يو مختصر جواب دے کوم چې د الله پاک د طرف نه فرښتو ته ورکړے شو۔ هغه کومه خبره ده چې الله پاک ترينه خبر دے خو فرښتو ته پته نۀ وه؟ د دې تفصيلي بيان پۀ راتلونکي آيت مبارک کښې دے د کوم چې به مونږ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د راتلونکې جُمعې پۀ ورځ د اوريدو سعادت حاصلوو۔

اِنسان او د خِلافت منصب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې د زدکړې او پوهې د پاره ډيرې خبرې دي، يوه اهمه خبره کومه چې د دې آيت مرکزي مضمون هم دے، هغه دا چې الله پاک اِنسان خليفه جوړ کړے دے، لا انسان جوړ کړے شوے هم نۀ وو، د دې نه هم مخکښې چې د اِنسان کوم تعارف اوکړے شو هغه وو:


 

 



[1]... حاشیہ شیخ زادہ علی تفسیر البیضاوی، پارہ:1، سورۂ بقرۃ، زیر آیت:30، جلد:1، صفحہ:497-499 خلاصۃً۔