Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

نائب جوړولو والا يم نو هغوئي عرض اوکړو: آيا تۀ به پۀ زمکه کښې داسې نائب جوړوې چې هغه به پۀ هغې کښې فساد خوروي او وينه به توئيوي۔ حالانکې مونږه ستا د حَمد پۀ ذريعه ستا تَسبِيح بيانوو او ستا پاکي بيانوو [الله] وفرمائيل: بے شکه ماته هغه معلوم دي څۀ چې تاسو ته نۀ دي معلوم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                         صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د وړومبۍ سيپارې، د سورۀ بقره، آيت: 30 او د دې د ترجمې اوريدو سعادت حاصل کړو، د دې آيت نه د سورۀ بقره څلورمه رکوع شروع کيږي، پۀ دې ټوله رکوع کښې د اَبُو البَشَر حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د پيدائش نه زمکې ته د تشريف راوړو پورې تفصيلي واقعه ذِکر کړے شوې ده۔ ډيره مشهوره واقعه ده، مونږ يـې عام طور اورو هم او پۀ قرآنِ کريم کښې هم پۀ ډيرو ځايونو کښې پۀ مختلف انداز کښې دا واقعه بيان شوې ده۔ د دې واقعې پۀ باره کښې چې نن کوم آيت مبارک مونږ واوريدو، پۀ دې کښې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام او د هغوئي پۀ وسيله د هغوئي د اولاد يو اهم منصب بيان کړے شوے دے۔

د آيت مبارک مختصر وضاحت

الله پاک فرمائي:

وَ اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىٕكَةِ(پارہ:1، سورۀ البقرة:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ياد کړه چې کله ستا رب فرښتو ته وفرمائيل۔

پۀ قرآنِ کريم کښې ډير ځايونه داسې دي کله چې مخکښني  واقعات  بيانولے شي  نو ارشاد کيږي: وَ اِذْ يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ياد کړئ! پۀ بعضو ځايونو کښې اِرشاد کيږي : اَلَمْ تَرَ يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا تاسو اونۀ ليدل۔ ([1]) هر ذي


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:1، سورۂ بقرۃ، زیر آیت30، جلد:1، صفحہ:260 خلاصۃً۔