Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

دلته پۀ 2 خبرو باندې ځان پوهه کړئ: (1): يو خو دا چې د فرښتو پۀ مخکښې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د پيدائش او پۀ زمکه کښې د خليفه کيدو د مخکښې نه اِظهار ولې اوکړے شو؟ پۀ دې کښې څۀ حِکمت وو؟ د دې بيان به مونږ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! لږ ساعت پس اورو (2): دويمه خبره دا چې عام طور دلته خلق ګڼي، وائي هم چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د جَنَّت نه ويستلے (يعنې بے دخله) کړے شوے وو۔ دا يوه لويه غلطي ده۔ الله پاک د فرښتو پۀ مخکښې دا اِعلان وفرمائيلو چې زۀ پۀ زمکه کښې خليفه جوړولو والا يم۔ معلومه شوه چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام هُم پيدا کړے شوے پۀ زمکه کښې د خِلافت د پاره وو۔ هغوئي پۀ جَنَّت کښې ايسارول د يو حِکمت د پاره وو، کله چې هٰغه حِکمت پوره شو نو هغوئي خپل اصلي د خلافت مقام يعنې زمکې ته راکوز کړے شو۔ ځکه دې ته د جَنَّت نه ويستل يعنې بے دخله کول وئيل غلطه خبره ده۔

دا خبره هميشه ياده ساتئ چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک نبي دے، د ټولو انسانانو والدِ محترم دے، عام طور خلق د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ باره کښې سپکې خبرې کوي، مثلاً * هغوئي د جنتي ونې نه ولې خوراک وکړو؟ * هغوئي له داسې نۀ وو کول پکار؟ * هغوئي ګناه اوکړه؟ * د هغوئي پۀ وجه باندې مونږ زمکې ته راغلو وغيره وغيره۔ د يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ باره کښې داسې خبرې کول ډيرې سختې دي۔ پۀ بعضې حالاتو کښې پۀ داسې خبرو باندې د کُفر حُکم هم لګيدے شي، ځکه مونږ ته د خبرو کولو پۀ وخت ډير احتياط کول پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ته د ادب توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                         صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

کله چې الله پاک د فرښتو پۀ مخکښې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د خِلافت اِعلان وفرمائيلو نو څۀ وشو؟ واورئ!