Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat
اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةًؕ- (پارہ:1، سورۀ البقرة:30)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ پۀ زمکه کښې خپل نائب جوړولو والا يم۔
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او سلطانُ المُفَسِّرِين حضرت عبد الله بن عبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د دې آيت مبارک پۀ تفسير کښې فرمائي: ذٰلِكَ الْخَلِيفَةُ هُوَ آدَمُ وَمَنْ قَامَ مَقَامَهُ يعنې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام دے او څوک چې د هغوئي قائِم مقام وي (يعنې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د نائِب کيدو اهليت لري) هغه پۀ زمکه کښې د الله پاک خليفه دے۔ ([1])
علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: پۀ زمکه باندې د ټولو نه لوئي خليفه زما او ستاسو آقا، اِمامُ الانبيا حضرت مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے۔ ([2]) اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
اس کے نائِب، اِن کے صاحِب حق سے خلق ملاتے یہ ہیں
قادِرِ کُل کے نائِبِ اکبر کُن کا رنگ دِکھاتے یہ ہیں
وضاحت: يعنې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک خليفه او د مخلوق آقا دے، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخلوق د رَبّ سره د ميلاوهلو د پاره تشريف راوړلو۔ الله پاک قادِرِ کُل يعنې پۀ هر څيز باندې قادِر دے او رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه خليفۀ اعظم، نائِبِ اکبر دے، دا د الله پاک شان دے چې کُن (وشه) وفرمائي نو څۀ چې هغه غواړي، هغه کيږي، الله پاک خپل نائِبِ اکبر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هم دا شان عطا کړے دے، د هغوئي خُلې مبارکې ته د کُن کُنجي وئيلے کيږي چې د دې خُلې مبارکې نه څۀ ووځي، هغه کيږي۔
تمہارے مُنہ سے جو نکلی وہ بات ہو کے رہی جو دِن کو کہہ دیا شب تو رات ہو کے رہی