Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

غرض دا چې د خپل طاقت او د اختياراتو مطابق، د الله پاک د ښودلے شوو طريقو مطابق پۀ حِکمت عملۍ سره پۀ ځان باندې هم او پۀ نورو باندې چې د الله پاک د حکمونو نافذ کولو چي کوم منصب دے، هغې ته خِلافت وئيلے شي۔ که پۀ ساده لفظونو کښې ووايم نو د دې مطلب دے: ما ته د خپل ځان او او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!   

انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام چونکه د پيدا کيدو نبيان وي ، هغوئي معصومه دي، د ګناهونو نه پاک دي، ځکه هغوئي ته د ځان د اِصلاح حاجت نۀ وي، هغوئي د نورو اِصلاح کوي او زمونږ پۀ شان د عامو انسانانو د پاره د خپل ځان اِصلاح ضروري ده او د نورو هم ضروري ده۔ This is our real Position دا زمونږ اصلي منصب دے او پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې مونږ خپل ځان د دې منصب اهل جوړ کړو۔ دې د پاره به مونږ ته څۀ کول وي؟

پۀ خپل اصلي منصب باندې ځان پوهه کړئ!

د ټولو نه وړومبے کار خو دا دے چې مونږ دا حقيقت اومنو چې زمونږ اصلي منصب هم دا دے۔ دلته ډير خلق هډو دا خبره مني نۀ۔ څوک ډاکټر جوړيدل غواړي،څوکپائلټ جوړيدل غواړي،څوک تاجِر جوړيدل غواړي، د چا د مالداره کيدو شوق دے، د چا د ګاډو او د بنګلو سره شوق دے۔۔۔!! وه مو منله چې دا ټول څيزونه د يو حد پورې د دُنيا پۀ ضروتونو کښې دي خو د دې خو دا مطلب نۀ دے چې مونږ خپل اصلي منصب، خپل تعارف هم هير کړو۔ که پۀ مونږ کښې د دې څيز احساس پيدا شي، مونږ د زړۀ نه اومنو چې زما اصلي منصب خِلافت (يعنې پۀ زمکه باندې د الله پاک د احکامو نافذ کولو د پاره پوره کوشش کول) دي نو بيا مونږ د ډاکټر پۀ کُرسۍ باندې پۀ کيناستو سره هم دا کار کولے شو، پۀ پائلټ جوړيدو هم د نيکۍ دعوت عام کولے شو، د تجارت پۀ وخت هم د ځان او د نورو د اِصلاح کوشش کيدے شي۔ ضرورت صرف د دې خبرې دے چې مونږ د خپل دې منصب اِحساس پۀ خپل ځان کښې پيدا کړو۔