Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

زۀ الله پاک محتسب جوړ کړے يم

د حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبدُ القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د والدِ محترم حضرت موسیٰ جنګي دوست رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واقعه ډيره مشهوره ده، هغوئي د نيکۍ پۀ دعوت ورکولو او د ګناه نه پۀ منع کولو کښې ډير مشهور وو، يوه ورځ هغوئي جومات ته روان وو چې پۀ لاره کښې يـې د وخت د خليفه يو څو نوکران وليدل کومو چې د شرابو منګي وړل، د هغوئي د ايمان غيرت دا برداشت نکړے شوه، هغوئي پۀ جلال کښې راغلو او هٰغه منګي يـې مات کړل۔ دا خبره د خليفه پورې ورسيدله۔ خليفه ډير غصه شو او د غصې پۀ اواز کښې يـې ووئيل: موسیٰ (رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) فوراً زما دربار کښې پيش کړئ! پيغام ورسيدو، هغوئي تشريف راوړلو۔ خليفه ورته پۀ غصه کښې ووئيل: تاسو څوک يـۍ زما د نوکرانو محنت ضائع کولو والا؟ هغوئي ډير پۀ اطمينان وفرمائيل: زۀ محتسب (يعنې د نيکۍ دعوت ورکولو او د ګناه نه د منع کولو والا) يم او ما د خپل منصب فرض ادا کړي دي۔ خليفه ووئيل: تاسو چا محتسب مقرر کړي يـۍ؟ اوئې فرمائيل: هٰغه (رَبِّ قدير)، چا چې تا ته تاج او تخت عطا کړے دے۔ پۀ دې وئيلو خليفه سر ښکته کړو۔ د دې نه پس خليفه ووئيل! عالي جاه! د نن نه زۀ هم تاسو ته د محتسب عهده درکووم۔ پۀ دې هغوئي وفرمائيل: چې دا منصب ما ته الله پاک راعطا کړے دے نو زۀ د بل چا نه دا عهده ولې قبوله کړم؟ پۀ دې وئيلو هغوئي واپس تشريف يوړلو۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې د چا پۀ زړۀ کښې احساس پيدا شي چې زما اصلي منصب، زما اصلي تعارف هم دا دے چې ما ته (د خپل وَس مطابق، پۀ حکمت عملۍ سره) پۀ زمکه باندې د الله پاک احکام نافذ کول دي، بيا که هغه هر چرته وي، که پۀ هر منصب وي، پۀ هره عهده وي، پۀ هر ځائے کښې وي، د هغۀ نظر د ځان او د نورو


 

 



[1]... سیرت غوث الثقلین، صفحہ:52-53 خلاصۃً۔