Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

خير! د الله پاک د ټولو نه لوئي خليفه، نائِبِ اکبر زمونږ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، د هغوئي نه پس ټول انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام هم د الله پاک خلفاء دي۔ ([1]) بيا د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ وسيله او فيضان سره د هغوئي پۀ اُمتونو کښې هر هٰغه کَس کوم چې د دې خلافت د منصب اهليت لري، هغه هم پۀ زمکه باندې خليفه دے۔

خِلافت کسبي دے

د دې نه معلومه شوه چې ټول انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام پۀ زمکه باندې د الله پاک خلفاء دي خو د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام نه پس چې مونږ کوم عام انسانان يو، مونږ به هله د دې منصب حقدار جوړيدے شو کله چې د دې د پاره محنت اوکړو، پۀ خپل ځان کښې د دې منصب اهليت پيدا کړو۔ شيخ اِبنِ عربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي وليُّ الله دے، ډير عِلمي شخصيت دے، هغوئي د دې آيت مبارک پۀ تفسير کښې پوره کتاب ليکلے دے، هغوئي فرمائي: نبوت کسبي نۀ دے (يعنې بنده پۀ خپل محنت باندې نبي نشي جوړيدے بلکې د نبوت درجه د الله پاک پۀ فضل باندې ميلاؤيږي) خو د خِلافت منصب (د کوم چې پۀ دې آيت مبارک کښې ذِکر دے) دا کسبي دے (مونږ پۀ خپل محنت سره، پۀ خپل ځان کښې د دې پۀ اهليت پيدا کولو هم دا درجه حاصلولے شو)۔ ([2])

د اِنسان اصلي منصب څۀ دے؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اِنسان د ټولو نه وړومبے تعارف هم دا منصب دے، څۀ؟

اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةًؕ-(پارہ:1، سورۀ البقرۃ:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ پۀ زمکه کښې خپل نائب جوړولو والا يم۔


 

 



[1]... تفسیر روح المعانی، پارہ:1، سورۂ بقرۃ، زیر آیت:30، جز:1، جلد:1، صفحہ:298 خلاصۃً۔

[2]... الانسان الکامل، الانسان الکامل والخلافۃ، صفحہ:23 بتقدم وتاخر۔