Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلے کتاب دے: نيکی کی دعوت۔ پۀ دې کښې د نيکۍ د دعوت فضائل هم ليکلے شوي دي، د نيکۍ د دعوت نۀ ورکولو نقصانونه هم دي او د نيکۍ دعوت به څنګه ورکوې؟ پۀ دې کښې د کومو کومو خبرو خيال ساتل پکار دي، پۀ دې کښې کوم کوم احتياطونه کول پکار دي، د دې ټولو تفصيلي بيان موجود دے۔ دا کتاب خو هر يو مسلمان له لوستل پکار دي۔ لهذا د مکـتبة الـمدينه نه دا کتاب د تحفې پۀ توګه وغواړئ! د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه دا کتاب مفت هم ډاؤن لوډ کيدے شي۔

د بيان خُلاصه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ نني بيان کښې مونږ زده کړل چې د اِنسان اصلي منصب او د ټولو نه وړومبے تعارف خِلافت دے او د خِلافت مطلب دے: د الله پاک احکام پۀ زمکه باندې نافذ کول، پۀ اسانو لفظونو کښې دا ووايۍ چې د حکمتِ عملۍ سره د خپل طاقت او اختيار مطابق د ځان او د نورو د اِصلاح کوشش کول زمونږ د ټولو بنيادي ذمه واري ده۔ ځکه مونږ ټولو له دا ذمه واري ضرور پوره کول پکار ده، چې مونږ دا حقيقت د زړۀ نه هم اومنو او د دې اِحساس هم پۀ زړۀ کښې پيدا کړو۔

يقيناً چې د دې منصب د پوره کولو د پاره دا هم ضروري دي چې مونږ پۀ ځان کښې د دې منصب اهليت پيدا کړو۔ پۀ دې باره کښې علمائےکرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ډيرې خبرې ليکلې دي، د هغې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د راتلونکې جُمعې مبارکې پۀ ورځ د اوريدو سعادت حاصلوو۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                         صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد