Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

د نـمونځونو د وختونو د موبائل ايپلي کيشن تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) پۀ نوم جاري کړے دے * د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ ټوله دنيا کښې د هر ځائے وختونه او د قبلې اړخ معلوميدے شي * د دې نه علاوه د پينځه واړو نـمونځونو د وختونو د مياشتې ټائم ټيبل * اذکار (روحاني علاج) * مَدَني ريډيو چينل * د نـمونځونو پۀ وختونو کښې د موبائل سائلنټ (Silent) کولو سهولت او * اِسلامي کلينډر (Calendar) موجود دے۔ پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ  او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                          صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: بَل شوي وور ته مخامخ نـمونځ کول مکروه دې۔   

وضاحت: پۀ يخنۍ کښې عام طور د نـمونځ کوونکو د خيال ساتلو د پاره پۀ جوماتونو کښې هيټر لګولے کيږي، بعضې خلق هيټر ته مخامخ پۀ نـمونځ کولو کښې پۀ دې سوچ او فِکر کښې وي چې چرته د مجوسيانو (يعنې د وور د عبادت کوونکو) سره مشابهت خو نۀ کيږي؟ ياد ساتئ چې پۀ هيټرو کښې عام طور يوه جالۍ لګيدلې وي او هٰغه جالۍ د وور پۀ وجه باندې سرۀ کيږي لهذا که د نـمونځ کوونکي مخې ته داسې قِسمه هيټر لګيدلے وي نو پۀ دې کښې کراهت نشته۔ ([1]) سيدي اعلیٰ حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که شمع يا ډيوه، يا قنديل يا ليمپ يا لالټين يا فانوس پۀ نـمونځ کښې


 

 



[1]... دار الافتاء اہلسنت  غیر مطبوعہ، فتویٰ نمبر:Aqs-1768۔