Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat
د تلونکو] ګمراهانو برابر ګناه وي او دا به د هغوئي د ګناهونو نه هيڅ کم نۀ کړي۔ ([1]) * اِمام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل حضرت موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض اوکړو: اے زما الله پاکه! څوک چې خپل ورور ته د نيکۍ حکم اوکړي او د ګناهونو نه يـې منع کړي۔ د هغۀ بدله څۀ ده؟ الله پاک وفرمائيل: زۀ د هغۀ د هرې خبرې پۀ بدل د يو يو کال د عبادت ثواب ليکم او هغۀ ته د دوزخ پۀ سزا ورکولو ما له حيا راځي۔ ([2]) * پۀ يو بل روايت کښې دي: الله پاک حضرت موسیٰ کليم الله عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله چې چا د نيکۍ حکم اوکړو او د ګناه نه يـې منع اوکړه او خلق يـې زما د اِطاعت (فرمانبردارۍ) طرف ته راوبلل، د قيامت پۀ ورځ به زما د عرش د سوري لاندې وي۔ ([3]) * د حضرت کَعبُ الاَحبَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اِرشاد دے: جَنَّتُ الفِردوس خاص د هٰغه کَس د پاره دے څوک چې اَمْر بِالْمعْرُوْف وَنَہْی عَنِ الْمُنْکَر (يعنې د نيکۍ حکم کوي او د ګناه نه منع کول) کوي۔ ([4]) * اِمام جلال الدِين سيوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شَرحُ الصَّدور کښې نقل کړي دي چې الله پاک حضرت سيِّدُنا موسیٰ کَلِيمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله: د نيکۍ خبرې پخپله هم زده کړه او نورو ته يـې هم وښايه، زۀ به د نيکۍ د زده کوونکو او ښودونکو قبرونه روښانه کووم د پاره د دې چې د هغوئي سره هيڅ قِسمه ويره نۀ وي۔ ([5])
مجھے تم یارسولَ اللہ دے دو جذبۂ تبلیغ
شہا! دیتا پھروں نیکی کی دعوت یارسولَ اللہ([6])
[1]... مسلم، كتاب العلم، باب من سن سنۃ حسنۃ...الخ، صفحہ:1032، حدیث:2674۔
[2]... مکاشفۃ القلوب، باب فی الامر بالمعروف...الخ، صفحہ:65۔
[3]... حلیۃ الاولیاء، جلد:6، صفحہ: 36، رقم:7716۔
[4]... تنبیہ المغترین، صفحہ:201۔
[5]... حلیۃ الاولیاء، کعب الاحبار، جلد:6 صفحہ:5، رقم:7622۔
[6]... وسائل بخشش، صفحہ:332۔