Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat
پۀ اِصلاح باندې وي۔ لهذا مونږ له هم پۀ ځان کښې دا احساس پيدا کول پکار دي، د زړۀ نه دا منل پکار دي چې مونږ پۀ دُنيا کښې هر څۀ هم جوړيدل غواړو نو پۀ جائز توګه جوړ شو خو مونږ چې هر چرته يو، زمونږه اصلي منصب خِلافت دے، ځکه دا ذمه واري مونږ ته هر وخت پوره کول دي۔
یانبی! نیکی کی دعوت کی تڑپ ہو کسی صورت نہ کم چشمِ کرم([1])
د نيکۍ د دعوت پۀ فضائلو باندې حديثونه
* د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: آيا زۀ تاسو ته د داسې خلقو پۀ باره کښې خبر درنکړم کوم چې نۀ نبيان دي نۀ شهيدان خو د قيامت پۀ ورځ به چې انبيا ٔ علَيهِمُ السَّلام او شهيدان د هغوئي مقام ته وګوري نو رشک به پرې کوي، هٰغه خلق به د نُور پۀ منبرو باندې اوچت ناست وي، دا هٰغه خلق دي کوم چې د الله پاک بندګان د الله پاک محبوب (يعنې خوښ) بندګان جوړوي او هغوئي پۀ زمکه باندې ګرځي او(خلقو ته) نصيحتونه کوي ۔ عرض اوکړے شو: هغوئي څنګه خلق د الله پاک محبوب (يعنې خوښ) جوړوي؟ اوئې فرمائيل: هغوئي خلقو ته د الله پاک د محبوب (يعنې خوښو) خبرو حکم کوي او د الله پاک د ناخوښه خبرو نه يې منع کوي، بس کوم خلق چې د دوئي تابعداري کوي نو الله پاک به هغوئي هم خپل محبوب جوړ کړي۔ ([2]) * د الله پاک د حبيب، د زړونو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې د هدايت طرف ته رابلل وکړې هغۀ ته به د ټولو عامِلينو (يعنې د عمل کوونکو) پۀ شان ثواب ميلاؤيږي او د دې سره به د هغوئي (د عمل کوونکو) د خپل ثواب نه هيڅ نۀ کميږي۔ او څوک چې د ګمراهۍ طرف ته رابلل وکړې نو پۀ هغۀ باندې به د ټولو پيروۍ کوونکو [يعنې پۀ هغۀ پسې